1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې ډله ییز قبرونه، ملګري ملتونه یې د څېړنو غوښتنه کوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

طالبانو ویلي دي چې د کندهار سپین بولدک او دامان ولسوالیو کې یې ډله ییز قبرونه موندلي دي. دوی په دې اړه ځینې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې ښيي یوشمېر مړي پکې له خاور رااېستل کیږي. ملګرو ملتونو په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4HMyy
آرشيف انځور: به کابل کې د جنازې مراسم
آرشيف انځور: به کابل کې د جنازې مراسمانځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د دغو جسدونو د عدلي څېړنو غوښتنه کړې. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«د دې جسدونو پاتې شونو ته باید ډېر زیان ونه رسیږي.»

افغان حقوق پوهان وايي، دا ډول څېړنې باید خپلواک څېړونکي وکړي. د افغانستان د حقوقپوهانو اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي، په افغانستان کې شته نظام به ونه شي کړای چې په دې اړه خپلواکې څېړنې وکړي، نو په کار ده چې نړېوال بنسټونه ښکېل شي.نوموړی زیاتوي: «په خواشینی سره باید ووایو چې په افغانستان کې د ډله ییز قبر موندل نوې خبره نه ده، دا څلویښت کاله کیږي چې له دې حالت سره مخ یو، دا چې هرڅوک او هره ډله یې چې کوي جنګي جنایت دی.»

میرزا اولنګ کې ډله ییز قبرونه موندل شوي

ښاغلی مصباح زیاتوي چې په دې څېړنو کې دا باید په ډاګه شي چې د دې وژنو مرتکبین څوک دي. مصباح زیاتوي ددغسې جنایتونو عاملین باید سزا وویني ځکه دا لړۍ له ۱۳۵۷ لمربیز کال څخه راروانه ده. هغه وايي: «که عاملین یې سزا ونه ویني نو هلته شته نظام به هم ورته جنایتونه وکړي.»

دغه افغان کارپوه د خپلواکو څېړنو لپاره د جزا نړېوالې محکمې څخه غوښتنه کوي چې باید پلټنونکې ډله افغانستان ته واستوي.

د بشري حقونو څار سازمان هم ټینګار کړی دی چې په دې اړه باید خپلواکې څېړنې وشي. د دغه سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جسدونه باید ځانګړي تحقیق کونکي وڅیړي. زياته شوې:«اړینه ده چې دا ډول قبرونه باید وساتل شي.»

دا لا څرګنده نه ده چې ډله ییز قبرونه د کوم وخت دي، خو طالبان تور لګوي چې په قبرونو کې خښ شوي د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژلي دي. جنرال عبدالرازق په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان سکاټ میلر سره تر یوې ناستې وروسته په ډزو ووژل شو.

زموږ له آرشیف څخه: