1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخستل يو ډير اغېزمن کار دی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

د امريکي د متحده ایالتونو و د استخباراتي څانګي CIA دمشر Leon Panetta په عقيده دپاکستان په قبايلي شمال لويدیځو سيمو کي دګوماني ترهګرو پر ضد په مبارزه کي د بې پیلوټه الوتکواستعمالول يوه ډیره اغیزه منه سلا بلل کيږي...

https://p.dw.com/p/Hu9V
د امريکا د استخباراتي څانګي CIA مشر ليون پانيتا
د امريکا د استخباراتي څانګي CIA مشر ليون پانيتاانځور: AP

Leon Panetta چي د فبروري مياشتي راهيسي د اوباما په حکومت کي دCIA مشري په غاړه لري دغه خبره دتيري دوشنبي په ورځ دلاسانجلس په ښار کي په يوه غونډه کي کوي او وايي، چي د القاعدي نړيوال اسلامي تروريستي سازمان او دهغه شبکي هم د امريکا د متحده ایالتونو اوهم دهغه د متحدینو دپاره ستر امنیتی خطر بلل کیږي. دواشنګتن داوسني حکومت داسیاست چی بايد دالقاعدي دنړيوال تروريستي سازمان په ضد دي په کلکه سره بايد مبارزه وشي، ددغي شبکي لار ښونکي مشران تر سختو فشارونو لاندی راغلي دي.

«زه بايد ووايم چي دغه عملیات ډیر سر ي عملیات بلل کیږی ، چي زه دلته نشم کولاي ددغه بي پیلوټو اولوتکو دعملیاتو په جزیاتو بانډی خبري وکړم . خو ګومان کوم همدومره به کافي وي چی ووايم دغه عمليات ډير اغیزه من عملیات دی ، ځکه چی په مشخصه توګه په مشخصو ځایونو باندی کیږی او جانبي تاوانونه يی ډير محدود دي.»

که څه هم په رسمي توګه داسی ويل کیږی چي دغه بي پيلوټه الوتکي کوم چي په قبايلي سيمو کی دامریکی دمتحده ایالتونو داستخباراتي څانګی CIAپه هدايت سره دالقاعدي او دطالبانو په ګوماني مورچلونو باندي هوايي عمليات سرته رسوی دپاکستاني پوځ سره دسلا مشوری څخه پرته جلا عملیات دی او دپاکستان حکومت له دی سره مخالفت کړي او کوي يی چي په افغانستان کي امريکايي يا دناتو پوځي ځواکونه دپاکستان په خاوره کي عملیات سره ته ورسوي ، خو داسی آوازي هم شته دی چی ويل کیږی پاکستانی چارواکی په پټه سره دCIA ددغه عملیاتو سره موافقه کړی که څه هم په ښکاره توګه دغه عمليات ردوي.

خو دپاکستان رسمي خبري منابع وايی چی د 2008 ميلادی کال دآګست دمیاشتي راهيسي چی په قبايلی سيمو باندی دامریکايانو دبي پيلوټو اولوتکو له خوا 42 بريدونه شوی او ددغه عملياتو په نتیجه کی 390 کسه وژل شوی چی زياتره يی ملکی وګړی دی. له همدی امله دپاکستان حکومت په قبايلي سيمو باندی دامریکايي بی پیلوټو الوتکو عملیات بخپل هواي حريم باندی تيري ګڼلي او د امریکا په حکومت باندی له دي امله احتجاجونه هم کړيدی.

د امریکا دمتحده ایالتونو داستخباراتي اداري مشر Panetta وايی که چيري دافغانستان او پاکستان په ګډو پولوو کی دالقاعدي دنړیوال اسلامی تروريستي سازمان دپاره دژوند کړی تنګه شی نو کيداي شی چی دوي بل چيرته وتيښتي . مثلا سو ماليا ، یمن ؟ ددي احتمال شته چي سوماليا او یمن په روان وخت کی ددوی دپاره دپاکستان او افغانستان دګډو پو په پرتله يو دامن ځای وي خو په روان وخت کی دوي په قبايلی سیمو کي دی او په دی هڅه کی دي چي په پاکستان او افغانستان کی خپل مورچلونه وساتی.

RS/ CNN/ ضياالحق فضلي.

کتونکی. زيارمل