1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوداګر: د پاکستان سره سختي ستونزي لرو

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

اوس افغان سوداګرو پاکستاني لوري ته ګواښ کړی چي، که چيري افغان سوداګرو ته لازمي اسانتياوي برابري نه کړي دوی به له دغه ملک سره هر راز تجارت په ټپه ودروي.

https://p.dw.com/p/R9k7
ډيری سوداګرو له افغان دولت څخه غوښتي چي په ملک کي دننه د پاکستان د مالونو په راکړه ورکړه بنديز ولګوي.
ډيری سوداګرو له افغان دولت څخه غوښتي چي په ملک کي دننه د پاکستان د مالونو په راکړه ورکړه بنديز ولګوي.انځور: DW

د سوداګرۍ او صنايعو خوني چارواکي وايي چي اسلام آباد هيڅ کله افغان سوداګرو ته سهولتونه ندي رامنځ ته کړي او نه غواړي چي د سوداګرو ستونزي هواري سي.

د تاجرانو دغه احتجاج د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د هغو زرګونو کانټيرونو د درولو په غبرګون کي سوی چي له مياشتو مياشتو راهيسي افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

ډيری سوداګرو له افغان دولت څخه غوښتي چي په ملک کي دننه د پاکستان د مالونو په راکړه ورکړه بنديز ولګوي او له پولو هم د دغو مالونو په را اړولو درنه جريمه ولګول سي.

خو دا هغه غوښتنه ده چي حکومت تر اوسه نده منلې او هر ځل د کراچۍ په بندر کي ولاړو کانټيرنونو د خلاصون ژمني کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خوني مرستيال خان جان الکوزی وايي څو څو ځله حکومت دوی ته ژمني ورکړې چي له پاکستاني اړخ سره به يې موجودي ستونزي هواروي خو داسي ښکاري چي د سياسي لانجو په څير اقتصادي هغه هم له پاکستان سره نه هواريدونکي دي.

دا لومړی ځل ندي چي افغان سوداګر له دوي سره د پاکستاني حکومت له رفتار څخه شکايت لري. په تيرو څو کلونو کي په ځلونو دغه ستونزي ليدل سوي دي.

که څه هم اوس حکومت د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره د يوه بديل اقتصادي کانال د پرانيستلو هڅي پيل کړي خو حکومت لا هم سوداګرو ته ډاډ ورکوي چي له پاکستاني لوري سره به په دي برخه کي ژر جدي خبري پيل کړي.

د سوداګرۍ وزير انوار الحق احدي وايي:« ما خپل پاکستاني سيال ته د موضوع حساسيت تشريح کړي دي، تر څو خدای مکړه چي زموږ سوداګريزي اړيکي خرابي نه سي او دغه اړيکي بايد زموږ دوستي نوره هم پياوړې کړي، موږ بيا هم له پاکستاني چارواکو سره په دې باب خبري کوو چي ژر تر ژره دغه ستونزه هواره کړو».

که له يوه لوري حکومت سوداګرو ته د هغوي د ستونزو د هوارولو ټټر وهي له بل لوري د پاکستان د ثنا جرګه ګۍ پلاوي چي په کابل کي دي له افغان سوداګرو ليدلي دي.

دغه پلاوي افغان تاجرانو ته ډاډه ورکړي چي د دوي آواز به د اسلام آباد تر واکمنانو ور ورسوي تر څو دغي ستونزي ته د پاي ټکي کيښودل سي.

خو يو شمير افغان سوداګرو له دويچې ويلي سره په خپلو خبرو کي د پاکستان د ثنا جرګه ګۍ او د هغه ملک د حکومت په صداقت بي باوره ښکاريدل.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل