بریتانیا له طالبانو سره پر ممکنه خبرو غور کوي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۶, یکشنبه
بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود اشاره کړې چې دا هېواد ښايي د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو وي.
محمود وویل چې بریتانیا په ډېر نږدې ډول څاري چې نور هېوادونه څه پلان لري، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د افغان مهاجرو د احتمالي اخراج په اړه د خبرو امکان ارزوي.
طالبان په قطر کې میشت افغانانو ته: په ډاډه زړه بیرته هیواد ته راستانه شئ
د ۲۰۲۴ له جون مياشتې څخه نيولې بيا د ۲۰۲۵ کال تر جون مياشتې پورې په دولسو مياشتو کې ۶۳۶۰ کسان د وړو کښتيو له لارې بريتانيا ته رسېدلي ول. په دغو کې تر ټولو زيات شمېر د افغانانو و. دغه شمېر د هغه څخه له مخکې ورته مودې په پرتله ۱۸ فيصده زياتوالی ښيي.
هغه چې قبولي نه لري
د بریتانیا حکومت د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، چې دا د هغو کسانو د بېرته لېږلو پر وړاندې خنډ دی چې ورته په بریتانیا کې د کډوالۍ موقف يعني قبولي نه ورکول کېږي.
شبانه محمود خبریالانو ته، چې پکې د «ګارډین»او «سن» ورځپاڼو استازي هم شامل وو، وویل: «موږ په ډېر نږدې ډول څارو چې نور هېوادونه څه کوي، که هغه زموږ اروپايي شریکان وي یا نور، او هغه خبرې چې دوی یې له نورو هېوادونو سره کوي، په شمول د افغانستان."
اسقف له خطر سره مخامخ افغانانو سره د آلمان پر چلند نيوکه وکړه
هغې زیاته کړه: «زه نه غواړم د حکومت دننه روانو اضافي خبرو ته ورشم، موږ به په راتلونکې کې نور معلومات وړاندې کړو. خو بېشکه موږ دا موضوع نږدې څارو او له خپلو شریکانو سره کار کوو ترڅو ګډې هڅې وکړو او ممکنه هوکړې ته ورسېږو.»
محمود وویل: «زه نه دا خبره ردوم او نه یې تاییدوم. زه نه غواړم د روانو خبرو په اړه دوامداره تبصره وکړم.»
له دې مخکې راپور ورکول شوی و چې د اروپايي اتحاديې چارواکي د افغانانو د اخراج پر موضوع د طالب چارواکو کوربتوب کوي.