د افغانانو د اخراج بحث: اروپايي ټولنه د طالبانو کوربتوب کوي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱, سهشنبه
اروپايي اتحادیه له مودو راهیسې په داسې یو پلان کار کوي چې له مخې ېې هغه افغانان چې په دغه اتحادیه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري بېرته خپل هېواد ته اخراج کړي. خو بشري سازمانونه او د مهاجرو له حقونو ملاتړ کونکې آژانسونه بیا افغانستان ته پر اخراجونو اندېښنه ښيي.
اروپايي اتحادیې ته د طالب چارواکو سفر د اروپايي کمیسیون او د مختلفو غړو هېوادونو له لوري تنظیم شوی دی او دغه اقدام کابل ته د اتحادیې د استازو د دوو سفرونو په ادامه کیږي. د اروپايي اتحادیې استازو تر دې مخکې له طالبانو سره پر دغې موضوع د «اکتشافي» خبرو اترو له پاره دوه ځله کابل ته سفرونه کړي ول.
یوې ديپلوماتيکې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته بروکسل ته د طالبانو د سفر په هکله وويل «په پام کې ده چې هغوی له اوړي مخکې راوبلل شي» او د طالبانو پلاوی به یوه «تخنيکي» ډله وي.
نور ولولئ: آیا آلمان کولی سي د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو افغان پناه غوښتونکي هم اخراج کړي؟
سرچينې زیاته کړه چې اروپايي چارواکي «د پروازونو او په کابل هوايي ډګر کې د وړتیاو په هکله معلومات راغونډوي او تر څنګ له طالبانو سره په دې هکله چې تر اخراج وروسته به له دغو افرادو سره څه ډول چلن کیږي، د خبرو په حال کې دي.»
په رپوټ کې زیاته شوې چې اروپايي کميسیون لا تر اوسه طالبانو ته رسمي بلنه نه ده استولې.
په وروستیو کې له مهاجرته د نارضایتي له کبله د اخراج مسئله د ټولې اروپايي اتحادیې په کچه پر یو شعار بدله شوې آن تر دې چې د اتحادیې په ۲۷ غړو کې ېې ښي اړخي ګوندونو ته چې د مهاجرت ضد سیاست تعقیبوي بریاوي په لاس ورکړي.
د اتحاديې شاوخوا ۲۰ هېوادونه له مودو راپدېخوا پر دې ارزونه بوخت دي چې څنګه افغانان، په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د جرمونو مرتکب ګرځېدلي دي، اخراج کړي.
نور ولولئ: آلمان؛ افغانستان ته اخراجونه او طالبانو سره د چلند د څرنګوالي مسئله
آلمانوار دمخه عملي اقدامات ترسره کړي او له ۲۰۲۴ کال راپدېخوا ېې د قطر په همکارۍ له ۱۰۰ ډېر افغانان په چارتر پروازونو کې افغانستان ته اخراج کړي دي. اتریش هم دغه تګلاره تعقیب کړې ده.
سرچینې وويل چې د طالبانو سفر په ابتدا کې د مارچ میاشتې وروستیو ته پلان شوی وو، خو اوس راتلونکو اونیو ته غورځول شوی دی.
خو بشري سازمانونه افغانستان د اخراجونو په تړاو ګڼې اندېښنه ښيي. دوی وايي افغانستان دا وخت په ستر بشري بحران کې راګير دی چې وچکالۍ او د بهرنیو مرستو کمښت دغه بحران ته لا شدت ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د طالبانو اداره چې په ۲۰۲۱ کې واک ته رسېدلې، په رسمیت نه پيژني.
په اروپا کې د افغانانو شمېر په لوړ شمېر کې ښودل کیږی.
نور ولولئ: میرڅ وايي د طالبانو ديپلوماتیک په رسمیت پیژندل په اجندا کې شامل نه دي
د دغې اتحادیې غړو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ ترمنځ کلونو کې د نژدې یو میلیون افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه ترلاسه کړي دي. تېرکال تر ټولو ډېرې د پناه غوښتنې افغانانو کړې وې.