1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان قطر کې افغانانو ته: ډاډه زړه هیواد ته راستانه شئ

۱۴۰۵ اردیبهشت ۷, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې امریکا غواړي په قطر کې مېشت افغانان د کانګو جمهوریت ته انتقال کړي، غبرګون وښود. طالبانو ویلي دي دوی کولای شي پرته له اندېښنې بیرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

https://p.dw.com/p/5CoCY
 د طالبانو خارجه وزارت د هغو راپورونو په اړه چې امریکا په قطر کې مېشت افغانان کانګو جمهوریت ته انتقال کړي، غبرګون وښود.
د طالبانو خارجه وزارت ویلي افغانان کولی شي په ډاډ سره بیرته افغانستان ته راستانه شي. انځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د رسنیو د راپورونو له مخې، یو شمېر هغو هیوادوالو ته چې په قطر کې د امریکا د ویزې ترلاسه کولو په تمه دي، ویل شوي چې باید د افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا درېیم هېواد ته د تګ له پاره یو انتخاب وکړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلامیې په بله برخه کې ټینګار کړی دی: «یو ځل بیا خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. دغو هیوادوالو او نورو هغو کسانو ته چې ورته شرایط لري، بلنه ورکوو چې د خپل هېواد غېږه ورته پرانیستې ده او کولای شي په ډاډ سره بېرته راستانه شي.»

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې هغه کسان چې غواړي بل هېواد ته سفر وکړي، کولای شي په مناسب وخت کې «له قانوني او باعزته لارو» سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې دا اداره «د دوه‌ اړخیزو قونسلي اړیکو په چوکاټ کې او د منظم میکانیزم له لارې، د خپلو وګړو د حقونو د ساتنې لپاره له ټولو هېوادونو سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو ده» او ټینګار یې کړی چې «اوس مهال هېڅوک په افغانستان کې له امنیتي ګواښ سره نه مخ دي او هېڅ فرد اړ نه دی چې د امنیتي اندېښنو له امله هېواد پرېږدي.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د «افغان ‌ایواک» بنسټ مشر ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات غواړي هغو افغانانو ته چې په قطر کې امریکا ته د انتقال په تمه دي، دوه انتخابونه وړاندې کړي. د دغه سازمان په خبره په دغو انتخابونو کې یا دې جګړه‌ ځپلي کانګو کې میشت شي او یا دې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

لادرکه شوې افغانه ماشومه په قطر کې له کورنۍ سره یو ځای شوه

افغانستان ته د بېرته ستنېدو وېره

د قطر په دې کمپ کې مېشت ډېری افغانان، چې د طالبانو له وېرې یې هېواد پرېښی، اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه سخت اندېښمن دي.

دوی وایي چې که افغانستان ته بېرته ستانه شي، د طالبانو له لوري د ځورونې او تعقیب له خطر سره به مخ شي.

سره له دې چې طالبانو څو ځله د دغو کسانو د خوندي بېرته ستنېدو ډاډ ورکړی، خو راپورونه ښيي چې دې ډلې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د امریکا او بهرنیو ځواکونو او ادارو سره د پخوانیو همکارانو یو شمېر کسان نیولي او زنداني کړي دي.

په عین وخت کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل یوه راپور کې د روان کال په پیل کې ویلي وو چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۴ غړو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي. د دغو کسانو یو شمېر تازه له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي وو.

د «افغان ‌ایواک» په وینا، د ډونالډ ټرمپ حکومت د اپرېل ۳۱مه د قطر د پناه‌غوښتونکود کمپ د تړل کېدو وروستۍ نېټه ټاکلې ده؛ هغه کمپ چې له ۱۱۰۰ څخه ډېر افغانان پکې ساتل کېږي او متحده ایالاتو ته یې د تګ له پاره په انتظار وو.

دغه کسان چې له ۲۰۲۱ کال مخکې یې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ځواکونو او نورو ادارو سره همکاري کړې وه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته قطر ته ولېږدول شول تر څو امریکا ته د هغوی د کډوالۍ بهیر بشپړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګو ته د دغو افغان پناه ‌غوښتونکو د احتمالي انتقال په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې واشنګټن هڅه کوي دغه شمیر افغانان «په داوطلبانه توګه» د قطر له السیلیه کمپ څخه بل ځای کې مېشت کړي.

په دې پناه‌ غوښتونکو کې ژباړونکي او د امریکا متحده ایالاتو له وسلوالو ځواکونو او نړیوالو ادارو پخواني کارمندان دي، چې پکې سلګونه ماشومان هم شامل دي.

د راپورونه له برخې تیريدل