1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په درسي نصاب کې د کرکې خپرونکي مواد شته؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د پاکستان حکومت ويلي چې د پاکستان په درسي نصاب کې هیڅ کرکه خپرونکي مواد نه شته. زياته شوې چې د غير مسلمان اقليت له پاره په درسي نصاب کې داسې مضمون شامليږي چې د هغوی د مذهب په اړه به وي.

https://p.dw.com/p/3sfh2
Pakistan Feierlichkeiten 550. Geburtstag Religionsstifter Nanak Dev
انځور: Tanvir Shehzad

د مذهبونو ترمنځ د همغږۍ او د منځني ختیځ له پاره د پاکستان د لومړي وزير عمران خان مشاور مولانا طاهر اشرفي ويلي دي چې د پاکستان په درسي نصاب کې پخوا هم کرکه خپرونکي مواد نه ول او اوس هم نه شته.

هغه زياته کړې چې مخکې هم اقليتونو د اسلامي علومو د مضمون د انتخاب او يا ردولو حق درلود او اوس یې هم لري. نوموړي دا هم وويل چې اوس به هندوان، عيسويان او نور اقليتونه د خپلو مذهبونو په اړه مضامين هم ولوستلی شي.

سعودي او پاکستان د امریکا د مذهبي آزادیو په تور لیست کې

مولانا طاهر اشرفي د دويچه ويله له اردو څانګې سره په خبرو کې وويل: «ځينو کړيو دا غوښتنه کړې وه چې حمد او نعت دې په درسي کتابونو کې نه شامليږي. خو د اقليتونو د ملي کمېټې غړيو په دې اړه کوم اعتراض نه دی کړی. په پاکستان کې د اسلام او اساسي قانون له مخې اقليتونه د ټولو حقونو برخمن دي.»

په پاکستان کې يو شمير کړۍ په نصاب کې د بدلون غوښتنه کوي خو حکومت وايي چې نصاب د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی.

په نصاب کې د بدلون اړتيا

د پاکستان تحريک انصاف د پارلمان غړي ډاکتر رميش کمار د دويچه ويله له اردو څانګې سره په خبرو کې وويل: «د اردو او انګلسي په درسي کتابونو کې ۳۳ فيصده مواد د مسلمانانو په اړه دي. د مسلمانانو په اړه چې کوم فصلونه دي هغه بايد د اسلامي علومو کتابونه ته انتقال شي او له دې لازمي مضامينو بايد حذف شي.»

Pakistan Hindu-Tempel in Mansehra
انځور: DW/S. Khan

نوموړي وويل چې د پنجاب په څېر به په سند او بلوچستان ايالتونو کې هم دا مواد حدف شي خو ستونزه به په خيبرپښتونخوا کې وي چېرې چې په ماضي کې هم ډېر کرکه خپرونکي مواد په درسي نصاب کې موجود وو.

نصاب بايد سيکولر وي

پروفیسر کي ايس ناګپال وويل چې د هندو مذهب په اړه د کتابونو د فصلونو لنډیز یې بشپړه کړی دی او د نورو مذهبونو له پاره کمېټې جوړې شوي دي. ويل شوي چې دا کتابونه به د عيسويانو، هندوانو او نورو مذهبونو د پيرويانو له پاره وي.

د پاکستان د هندو فورم مشر ډاکتر جی پال چهابړيای وويل چې هغه د مذهب پر اساس د درسي موادو د تشکيل سره مخالف لري او په خبره یې نصاب باید سيکولر وي.

خو د لاهور سره تړاو لرونکي د عيسويانو يوه مشر اقبال دانيا کهوکر وويل چې د غير مسلمان پاکستانيانو له پاره د خپل مذهبي کتابونو تدريس يو ستر ګام دی.

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وویل: «په پاکستان کې ډېرې ستونزې له دې کبله پيدا کيږي چې د مسلمان او غير مسلمان پاکستانيانو ترمنځ د ډېرو مسئلو په اړه لا تفاهم موجود نه دی.»

Pakistan Feierlichkeiten 550. Geburtstag Religionsstifter Nanak Dev
سيالکوټ ښار ته څېرمه د سکانو يو مقدس ځایانځور: Tanvir Shehzad

ټولنیز انتشار

خو ځيني کړۍ وايي چې له دې سره به په هيواد کې ټولنیز انتشار رامنځته شي. ډاکتر ناګپال وايي چې اوس د ډېرو غير مسلمانانو پاکستانيانو هويت لا پټ دی خو کله چې هغوی په نصاب کې دا مضمون انتخابوي نو سملاسي به پيژندل کيږي چې په دې توګه هغوی له خطر سره مخامخيدلی شي.

د اقليتونو يو شمير مشران هم بيا وايي چې هغوی به حکومت د دې هڅې په کلکه مخالفت وکړي. د دلت سجاګ خوځښت مشر رادها بهيل وويل چې غورځنګ به یې د حکومت د دې هڅو مخالفت وکړي.

هغه وويل: «د هندو مذهب په اړه په نصاب کې د کوم مضمون شاملول او د دې د تدريس په دې معنا دی چې د منوسمرتي [ د لوړ ذات] قوانين به تدريسيږي چې دا د ټيټ ذاب د هندوانو له پاره د منولو وړ نه ده.» د هغه په خبره له دې سره په ماشومانو کې د کمترۍ او محرومۍ احساس پيدا کیدلی شي.

ب. ص/ ن. ز (عبدالستار، اسلام آباد)