1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

آیا په پاکستان کي مرستې نورو دیني اقلیتونو ته نه ورکول کیږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د پاکستان د اقلیت مذهبونو لکه هندواڼو او عیسویانو استازي ادعأ کوي، چي د کرونا بحران پر وخت د »دعوت اسلام« بنسټ له خوا د هغوی غړي د مجبوریت له مخي، یعني د ډوډۍ ورکولو په شرط د اسلام منلو ته مجبوره کیږي.

https://p.dw.com/p/3bttm
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
انځور: picture alliance / AA

د عیسوي کاتولیکانو د ټولنیزو اقلیتونو د معلمانو د اتحادیې مسؤل، انجوم جیمز پاول د مۍ میاشتي پر ۵ آسیايي خبري آژانس اوکا نیوز ته ویلي دي: »موږ هغه چا ته اهمیت ورکوو، چي بې له خپلي یوې مشخصي انګیزې څخه خلګو ته خدمت کوي.« په خبره یې غیر اسلامي هیوادونه زموږ سره کومک کوي، بې له دې چي موږ یوه دین او مذهب اوښتو ته مجبوره کړي«. لطفأ د مجبورو کسانو مذهبي احساساتو ته تاوان مه رسوئ.

هندو شامن لا همدغه آژانس، اوکا نیوز ته ویلي دي: »زموږ د مسلمانو وروڼو له خوا ددغو بیچاره ګانو مغزونه پریولل سوي دي.« هغه ويلي دي چي د دې ډول يوې وبا (کرونا) پر وخت نه بايد مذهبي عقیده رول ولري.«

په دې ډول سره نو جیمز پاول او شامن لا د »دعوت اسلام« بنسټ د یوه فیسبوک ویدیو په مقابل کي عکسالعمل ښکاره کړ، چي څه وخت دمخه خپره سوې وه. د راپورونو له مخي په ویدیو کي راغلي دي چي د ډوډۍ په مقابل کي د غیرمسلمانو غریبانو اسلام ته د اوښتلو یوه ښه موقع ده.«

د هغوی په خبره دا اول وار نه دی، چي د کرونا بحران پر وخت په پاکستان کي له مذهبي اقلیتونو سره د تعصب دا ډول پيښي رامنځته کیږي.

د اسلامي رسالت سازمانونو په کراچي او نورو ښارونو کي په تیرو اوونیو کي هم په تکرار سره غذايي مواد یوازي مسلمانانو ته توزیع کړي دي. په پاکستان کي تأسیس سوی دعوت اسلام بنسټ په ټوله نړۍ کي د فعاله اسلامي رسالت ټولني سره ګډ کار کوي. د جرمني په اوفن باخ کي هغوی یو مسجد او یو اسلامي مرکز لري.