1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي او پاکستان د امریکا د مذهبي آزادیو په تور لیست کې

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

هغه هیوادونه چې امریکا د مذهبي آزادیو پر بنسټ په تور لیست کې شامل کړي، په هغو کې د چین، سعودي او پاکستان تر څنګ په لومړي ځل نایجیریا هم ور علاوه شوی. دغه هیوادونه کیدای شي د امریکا له ممکنه بندیزونو سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/3mQtc
Saudi-Arabien | US Außenminister Mike Pompeo in Neom
انځور: Patrick Semansky/AFP/Getty Images

امریکا د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره نایجیریا هم د مذهبي آزادیو په خپل تور لیست کې شامله کړې ده. په دې لیست کې د چین، سعودي عربستان او پاکستان هیوادونو نومونه هم شامل دي. په حیرانونکي ډول د هند نوم په دې لیست کې نه دی شامل، چیرې چې په دې ورځو کې مذهبي آزادي یوه لویه ستونزه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وایي چې لویدیځ افریقایي هیواد نایجیریا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د«ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۹۸م کال د مذهبي آزادیو قانون پر اساس، اندیښنې موجودې دي.» د یادونې وړ ده چې نایجیریا د امریکا یو متحد هیواد دی.

مایک پمپيو په خپل یوه ټویټ کې ویلي دي: «امریکا د مذهبي آزادۍ د ساتلو په برخه کې خپلې ارادې ته ژمنه ده. هیڅ هیواد یا اداره باید په استثنایي ډول د عقیدې پر بنسټ پر خلکو د ظلم او تیري اجازه ونه لري. د نومولو دغه کلنی رپوټ پر دې دلالت کوي چې په هر ځای کې چې پر مذهبي آزادیو برید کیږي، موږ د هغو پر ضد اقدامات کوو.»

د امریکا د قانون پر بنسټ هغه هیوادونه چې د مذهبي آزادیو پر بنسټ تور لیست کې شامل کړای شوی وي، باید دا وضعیت بهتره کړي، په بل صورت کې د امریکایې مرستو د ختمولو ترڅنګ له بندیزونو سره هم مخامخ کیدلی شي. خو امریکايي چارواکي هرکله چي وغواړي دغه بندیزونه ختمولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي: «هر چیري چې مذهبي آزادي نه وي، هلته ترهګري او تشدد وده کوي. موږ چې له هیواده بهر د مذهبي اقلیتونو له آزادې څخه دفاع کوو، له هغې سره د امریکایي اتباعو حفاظت او سوکالي تضمینیږي.»

پمپيو په واشنګټن کې يوه محفل ته په وینا کې وویل: «مذهبي آزادي زموږ لومړنۍ آزادي ده. کله چې زموږ څخه هر کس په آزادۍ سره وکولی شي عبادت وکړي او د روح د ابدي سوال په اړه په ازادۍ سره پوښتنه وکولی شي، بیا موږ پوهیږو چې په انفرادي یا ټولنیز ډول باید څنګه ژوند وکړو.»

هند ولې په لیست کې نه دی شامل؟

امریکا چې د مذهبي آزادۍ په سبب کوم هیوادونه په تور لیست کې راوستي دي، په هغو کې برما، اریتیریا، چین، ایران، نایجیریا، پاکستان، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونه شامل دي.

خو د حیرانتیا خبره دا ده چې په دې لیست کې د هند نوم نه لیدل کیږي، چیرې چې په دې وختونو کې مذهبي آزادي پکې پر یوې لویې ستونزې اوښتی ده.

په هندوستان کې د هندو سخت دریځه واکمن ګوند (بی جي پي) منتقدین وایي له کله راهیسې چې د مودي حکومت واک ته رسیدلی دی، په پراخه پیمانه مذهبي آزادي سلب شوې ده.

خو په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او هند ترمنځ ژورې اړیکې رامنځته شوي دي. د ترمپ حکومت په ځانګړي توګه په هند د مذهبي آزادۍ خراب وضعیت له پام غورځولی دی. مودي ترمپ ته نږدې شخص بلل کیږي او د ترمپ په دور کې دواړه هیوادونه یو بل ته ډیر نږدې شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب