د افغانستان د ماموريت په اړه د ترمپ پر څرګندونو د میرڅ نیوکه
۱۴۰۴ بهمن ۹, پنجشنبه
د آلمان صدرعظم د پنجشنبې په ورځ د ناټو هېوادونو د هغو مشرانو په کتار کې شامل شو چې په افغانستان کې یې د ناټو د عسکرو په اړه د متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، پر څرګندونو انتقاد کړی وو.
اړونده موضوع: فرانسې په افغانستان د خپلو وژل شويو سرتیرو يادون وکړ
فريدرش میرڅ، د آلمان په پارلمان (بوندستاګ) کې د وينا پر وخت وويل: «موږ به پرې نږدو چې دا ماموريت چې موږ د خپل شريک متحده ايالاتو په ګټه هم ترسره کړی، نن د سپکاوي ښکار او کم ارزښته وشمیرل شي.»
ترمپ څه ويلي وو؟
دونالد ترمپ، تېره اونۍ ادعا وکړه چې امريکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د نظامي عملياتو پر وخت د ناټو ملاتړ ته هیڅ «اړتيا نه لرله.»
ياد عمليات د سپتمبر د يولسمې د پېښې وروسته ترسره شوي ول او د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت د له منځه تلو باعث شول.
ترمپ، له «فاکس نيوز» شبکې سره په مرکه کې وويل چې د ناټو يو شمیر غړيو هېوادونو افغانستان ته عسکر وليږدول خو «هغوی لږ شاته او د جګړې له لومړیو کرښو څخه لېرې پاتې وو.»
میرڅ، په خپله وينا کې د افغانستان په ماموريت کې د خپلو ۵۹ عسکرو د وژل کيدو او همدا راز تر ۱۰۰ دېرو د ټپي کيدو يادونه وکړه.
هغه وويل: «زه غواړم په ماموريت بوختو او په خپلو اډو کې ناستو خپلو عسکرو ته ووايم چې ستاسې خدمت ارزښتمن وو او ارزښتمن به پاتې وي. ستاسې دا خدمت زموږ د آزادۍ او د نړۍ د سولې له پاره دی او د آلمان حکومت ستاسې تر شا ولاړ دی.»
اړونده موضوع: د افغانستان د ماموريت په اړه د ترمپ پر څرګندونو نيوکه
د آلمان صدراعظم ټینګار وکړ چې بنسټيز شوي ائتلافونه نه باید په آسانۍ سره په خطر کې واچول شي: «د اتلانتيک د دواړو غاړو ائتلاف او د انتلانتيک د دواړو غاړو باور اوس هم په خپله بڼه ډېر ارزښتمن دی، په ځانګړي توګه زموږ له پاره په آلمان کې.»
میرڅ، وويل چې د سپتمیر د ۱۱ نيټې تر ترهګریزو بريدونو وروسته په افغانستان کې د ناټو په ماموريت کې د آلمان مشارکت د افغانستان له پاره «ډېر د ثبات کلونه او ډېر امنيت» راووړ.