1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ماموريت په اړه د ترمپ پر څرګندونو نيوکه

نجيب الله زيارمل رويترز
۱۴۰۴ بهمن ۶, دوشنبه

د آلمان د دفاع وزير له ترمپ څخه وغوښتل چي په افغانستان کي د ناټو پر ماموريت د خپلي نيوکي له امله بخښنه وغواړي. هغه د خپلو متحدينو په اړه د ترمپ څرکندوني «نامناسبي او بې احترامه» وبللې.

https://p.dw.com/p/57TOt
پيستوريس په نورديک سيمه کي د غرنيو ځواکونو د ليدني پرمهال
پيستوريس په نورديک سيمه کي د غرنيو ځواکونو د ليدني پرمهالانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان د دفاع وزير بوريس پيستوريوس د آی آر ډي تلويزيوني شبکې د «کارن ميوسکا» په خپرونه کي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ څخه وغوښتل چي د خپلو څرګندونو په اړه بخښنه وغواړي. هغه وويل: «دا [بخښنه] به د شرافت، درناوي او بصيرت نخښه وي.»

د آلمان د دفاع وزير وويل: «خو موږ ټول پوهيږو چي د امریکا ولسمشر څرنګه چلند کوي.» هغه زياته کړه چي د افغانستان په ماموريت کي ټول د متحده ايالاتو ترڅنګ وجنګېدل: «د متحدينو د وژل کيدو په اړه په دغه شان خبري کول، په ساده ډول نامناسبه او بې احترامي ده. ټول هلته ول او د امریکا ترڅنګ ولاړ ول. دا چي نن د دې خلاف ادعا وسي، عملاً درسته نه ده.»

په آلمان کې د عسکرۍ خدمت؛ جبري که داوطلبانه؟

په افغانستان کي د ناټو په چوکاټ کي ماموريت په جريان کي د آلمان د پوځ ۵۹ سرتيري ووژل سول.

دونالد ترمپ په دې وروستيو کي پر ناټو نيوکه کړې ده چي د افغانستان په جګړه کي د جګړې لومړۍ کرښو ته له تګه ډډه کړې وه.

پيستوريس وويل چي په راتلونکي فرصت کي به دا موضوع له خپل امريکايي سيال پيټ هيګست، سره مطرح کړي.

د آلمان د دفاع وزير، په ګرينلند کي د ناټو د اکتشافي ماموريت پر سر د امریکا متحده ايالاتو لنډمهاله ګواښ ته په اشارې سره په واشنګټن کي د يوې غلط فهمي په اړه خبره وکړه.

هغه په دې باور دی چي اروپا بايد ځان دې ته چمتو کړي چي نور د تيرو ۷۰ کالو په شان پر متحده ايالاتو تکيه و نه کړي.

پيستوريوس تر ۲۰۲۹م کاله پوري د آلمان وسله وال پوځ د جنګي چمتووالي په برخه کي پر «ډېر ښه مسير» ويني.

هغه زياته کړه چي د ترمپ هري تبصرې ته بايد غبرګون و نه ښودل سي؛ بلکي پام بايد نورو مهمو مسائلو ته واوړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب