د برېتانيا وزير: د ناټو په اړه د ټرمپ خبرې غلطې دي
۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه
د برېتانيا يوه وزير د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۲۳مه) وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې ګواکې ناټو ځواکونه په افغانستان کې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وو، «ژورې مايوسوونکې» دي. نوموړي يادونه وکړه چې ډېر اروپايي سرتېري د امريکا په مشرۍ عملياتو کې وژل شوي دي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نيوز سره په مرکه کې پر ناټو نيوکې وکړې او ويې ويل متحدو ايالتونو «هېڅکله» د دې ائتلاف اړتیا نه درلوده او دا چې د ائتلاف متحدين په افغانستان کې «يو څه له لومړۍ کرښې لرې» پاتې شوي وو.
دا هم ولولئ: شنونکې: ټرمپ د ګرینلېنډ په اړه د تعرفو ګواښ سره اروپا وېشي
د برېتانيا د ټيټې کچې وزير سټېفن کينوګ «سکای نيوز» رسنۍ ته وويل: "ډېر، ډېر برېتانوي سرتېرو او د ناټو د نورو اروپايي متحدانو ډېری سرتېرو د امريکا په مشرۍ ماموريتونو د ملاتړ لپاره په افغانستان او عراق په څېر سيمو کې خپل ژوند وبايله."
هغه زياته کړه: «زه فکر کوم هر څوک چې زموږ د وسله والو ځواکونو پر کړنو او پر هغو قربانيو نيوکه کوي چې دوی يې ورکوي، په ښکاره ډول غلط دی.»
برېتانيا په افغانستان کې د شلو کلونو د پوځي حضور پر مهال ۴۵۷ پوځي پرسونل له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، له ۱۵۰ څخه زيات کاناډايان ووژل شول او له هغوی سره ۹۰ فرانسوي پوځي پرسونل هم وژل شوی دی. په همدې حال کې، ډنمارک چې ټرمپ پرې سخت فشار راوړی چې خپله نيمه ځانواکه سيمه ګرینلېنډ متحده ايالتونو ته وپلوري ۴۴ سرتېري له لاسه ورکړي دي، چې د ناټو د تر ټولو لوړو «د نفوس په تناسب» د مرګژوبلې کچو څخه يو شمېرل کېږي.
دا هم ولولئ: بریتانیې او ترکیې د یورو فایټر الوتکو ۱۱ میلیاردي تړون لاسلیک کړ
کينوګ دا هم ياد کړل چې امريکا د ناټو يوازینی غړی هېواد دی چې د ائتلاف د ګډې دفاع ماده، يعني پنځمه ماده يې عملي کړې ده. دا ماده پر دې ولاړه ده چې پر يو غړي بريد پر ټولو بريد ګڼل کېږي. د دې مادې له مخې متحدينو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته د واشنګټن ملاتړ ته راودانګل.
هغه زياته کړه چې ناټو ائتلاف د «نړۍ په تاريخ» کې تر ټولو بريالی نړيوال امنيتي تړون دی او متحده ايالتونه او د هغوی اروپايي شريکان چې برېتانيا هم پکې شامله ده، پکې حياتي رول لري.
د برېتانيا نورو سياستوالو هم يادونه وکړه چې ټرمپ د ويتنام جګړې لپاره له پوځي جلب څخه ځان ژغورلی و او د پښو د هډوکو د ستونزې يادونه يې کوله.
د برېتانيا د منځلارې لېبرال ډيموکرات ګوند مشر اېډ ډېوي پر اېکس (X) وليکل: «ټرمپ پنځه ځله له پوځي خدمت څخه ډډه کړې وه.» هغه زياته کړه: «هغه څنګه جرائت کوي چې د هغوی قرباني تر پوښتنې لاندې راولي.»