1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«ایران باید په عاجل ډول د سرکوبونو په هکله ځواب ووایي»

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان شورا، په ایراني کې د مظاهره کوونکو د ځپلو په اړه بیړنۍ غونډه کوي. د بخښنې نړیوال سازمان له غړو هيوادونو غوښتي دي چې د وژنو د عواملو په هکله د څېړنې او ځواب وېلو میکانیزم رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/4Jx7Q
Frankreich | Toulouse | Demonstration Solidarität mit Protesten im Iran
انځور: Batard Patrick/ABACA/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د پنجشنبې په ورځ د ټول ایران په کچه د روانو پاڅونونو پر وړاندې د حکومتي ځواکونو د چلند په هکله یوه ځانګړې غونډه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو ولسي اعتراضونو د پیلیدو لس اونۍ تیرې شوي دي او د مظاهره کوونکو د نیولو، تښتونې او پرې د ډزو کولو ویروونکي ارقام موجود دي.

اړوند: «که د بلوڅانو غوښتنې ونه منل شي، هره جمعه به مظاهرې وکړي»

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د شاوخوا ۶۰ ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو پر وژل کیدو د ټینګار په ترڅ کې د دغه شورا پر غړو هیوادونو غږ کړی دی چې په ایران کې د قتلونو، محاکمو، او د بشري حقونو د ډېرو مواردو په هکله دې یو تحقیقاتي میکانیزم رامنځته کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران سرکوبه کوونکي ځواکونو په ښکاره ډول د مظاهره کوونکو د وژلو او یا معلوله کولو له پاره ملا تړلې ده. نوموړی سازمان په کُرد میشته او د نورو قومي لږکیو په سیمو کې له جنګي وسلو څخه کار اخیستنه د دې ادعا د اثبات په توګه یادوي.

نیویارک ټایمز په دې وروستیو کې رپوټ ورکړی دی چې یو شمیر مظاهره کوونکي له نږدې واټن څخه د ساچمه لرونکي یا پلاستیکي مرمیو د لګیدو له کبله ړانده شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ مخکې تر دې د ایران وضعیت بحراني ارزولی و.

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي دي چې د خلکو په ګټه او له هغوي څخه د ملاتړ له پاره دې د ځانګړې غونډې له فرصت څخه استفاده وکړي: «باید د جنایتونو په هکله د شواهدو د راټولولو او له مجازاتو څخه د مصئونیت سره د مقابلې له پاره میکانیزم رامنځته شي. دا به د ایران له پاره یو روښانه پيغام وي څو پوه شي چې د دوی جنایتونه له پامه نه غورځول کیږي.»

د بخښنې نړیوال سازمان د ۴۱ ماشومانو په ګډون د ۳۰۵ تنو مشخصات مستند کړي دي چې د ولسي اعتراضونو په جریان کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د فعالانو د خبري آژانس مجموعې (هرانا) په خپل تازه رپوټ کې د نومبر میاشتې تر ۲۲ نیټې پورې د ۵۵ امنیتي ځواکونو په ګډون د ۴۳۷ تنو وژل کیدل ثبت کړي دي.

اړوند: د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره په ایران کې اعتراضونه دوام لري

د بخښنې نړیوال سازمان اعلامیه وایي چې له مجازاتو څخه مصئونیت، ایران او د دغه هیواد سرکوبه کوونکي ځواکونه یي لاپسې پیاوړې کړي دي. په اعلامیه کې پر ۲۱ اعتراض کوونکو لګول شوو تورونو او د دوی د اعدامیدو خطر ته هم اشاره کوي.

د ایران قضایي ادارې تر اوسه پورې د ولسي پاڅونو په ترڅ کې په رسمي ډول د ۶ نیول شوو کسانو پر وړاندې د اعدام د حکم صادرولو خبر ورکړی دی.

Mesbah, Mahindokht /sn.nz