1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

«که د بلوڅانو غوښتنې ونه منل شي، هره جمعه به مظاهرې وکړي»

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د ایران زاهدان د اهل سنت ټولنه په زاهدان کې د خونړۍ جمعې د برید عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه. د یاد دارالعلوم یو تن استازي دویچه ویله ته وویل، که ېې غوښتنې ونه منل شي، د هرې جمعې پر ورځ به په مظاهرو لاس پوري کړي.

https://p.dw.com/p/4ItAf
د ايران په زاهدان ښار کې د مظاهرو يوه څنډه
د ايران په زاهدان ښار کې مظاهرېانځور: UGC/AFP

د اکتوبر میاشتي پر ۳۰مه نیټه د ایران د زاهدان ښار د سني امامانو دفتر د سیستان او بلوچستان ایالت د امنیت شورا د یوه بیان په غبرګون، په دغه بیانیه کې ځینې ادعاوې بې بنسټه وبللې.

ویل شوې د سیستان او بلوچستان د امنیت شورا د بلوڅانو د خوشالولو لپاره د زاهدان د خونړۍ جمعې په ورځ په مکي جومات کې دننه د یوشمیر لمونځ کونکو وژل کیدل منلي او په همدې موخه ېې یوشمیر پولیس له دندو ګوښه کړي.

خو د مکي جومات امام مولانا عبدالحمید او د دارالعلوم د استادانو د ټولنې په وینا، د حکومت دغه اقدام بسنه نه کوي. دوی وايي، ټول هغه کسان چې په هره رتبه او مقام کي وي او د خلکو د وینو په تویولو کي ېې لاس لرلی وي، باید ونیول شي او سزا ورکړل شي.

د دارالعلوم یو غړي دویچه ویله ته وویل: «د چارواکو غرور دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې خپلې تېروتنې ومني، د خلکو د زړونو د سکون لپاره ګام پورته کړي، دوی تل هڅه کوي چې خپلي تېروتنې توجیه او ملامتي پر خلګو واړوي»

د سیستان او بلوچستان د امنیت شورا په بیانیه کې د زاهدان د پولیسو پر ۱۶ حوزه د ۱۵۰ وسله والو کسانو د حملې په اړه یادونه شوې خو د عبدالحمید دفتر پوښتنه کړې چې که دا وسله وال کسان وو نو ولې د جومات او د پولیسو پر پوسته د نښتي پر مهال یو پولیس افسر هم نه دی وژل شوی؟

ایران: په زاهدان ښار کې د سپاه پاسداران دوه ساتونکي وژل شوي

ډګروال هاشمي څنګه ووژل شوو؟

د زاهدان د اهل سنت والجماعت دفتر په بیانیه کې راغلي چې »ډګروال هاشمي د پلې او سپرو پوځیانو په بدرګه له خیام سیمي څخه د تیریدو په حال کي وو چې هغه وخت پر جومات، د مولانا عبدالحمید پر کور او لاریون کونکو برید روان وو او پولیسو هر هغه څوک په نښه کوی چې په مخه ورتلی. په همدې وخت کي همدا یواځني ځوان فاير کړی چې د خیام او توحید واټونو ترمینځ مرمۍ د هاشمي پر موټر لګیږي، هغه وژل کیږې چې په همدې وخت کي ځوان هم د سرتیرو لخوا په نښه او خپل ژوند له لاسه وکوي.«

د شنبې پر ورځ، د اکتوبر میاشتي پر ۲۹مه نیټه د زاهدان دارالعلوم د ښوونکو ټولنې د زاهدان د خونړۍ جمعې په اړه د سیستان - بلوچستان د امنیت شورا څرګندوني هېوادوالو ته سپکاوی وباله.

آرشیف: د ایران په زاهدان کي ایراني لاریون کونکي
آرشیف: د ایران په زاهدان کي ایراني لاریون کونکيانځور: UGC/AFP

حسن امیني: کردي دیني عالمان د مولانا عبدالحمید ملاتړ کوي

په اعلاميه کې ويل شوي چې پر خلکو باندې د ترهګرو، بېلتون غوښتونکو او مشکل جوړونکو په څېر غير عادلانه تورونه لګول شوي چې دا تورونه بې بنسټه او د قربانيانو د کورنيو پر زخمونو مالګه تویول دي.

د دارالعلوم د استادانو د ټولنې په وینا، د جمعې په ورځ، د لړم میاشتي پر شپږمه د زاهدان اهل سنت د جمعې له لمانځه وروسته یوځل بیا د فساد ضد تش په نامه ځواکونو پر خلکو ډزې وکړې چې په دغو ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او نږدې څلویښت تنه ټپیان شوي دي.

ايران د جندالله د ډلي يوولس تنه اعدام کړل

د دارالعلوم د ښوونکو ټولنې په اعلاميه کې د وسله والو شتون او د پوليسو د ١٦مې حوزې د نيولو لپاره هڅي رد شوې ويل شوي، چې دا موضوع يوازې د مستقيمو ډزو د توجيه کولو لپاره مطرح شوې ده. هغه کړنه چې پوځي ځواکونو د پوځي او غیري پوځي جامو په تن کولو سره د بیګناه خلګو پر ضد ترسره کړی.

د دارالعلوم استادانو په زاهدان کې د جمعې د ورځې د خونړۍ حملې د عاملانو او قوماندانانو د سزا غوښتنه کړې ده د دارالعلوم یو تن غړي دویچه ویله ته وویل، که غوښتنې یې ونه منل شي، مظاهرې به د جمعې په ورځو دوام ومومي.

د زاهدان دارالعلوم په ایران کې تر ټولو لوی رسمي د سني مذهبو دیني او کلتوري مرکز دی چې تر زرو زیات زده کړیالان او شاوخوا ۲۰۰ استادان او کارکوونکي لري.