1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره د اعتراضونو دوام

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د سپاه پاسداران د قوماندان د خبرداري سربیره د ایران په مختلفو برخو کې اعتراضونه دوام لري. د پوهنتونونو په اطرافو کې هم امنیتي فضاء حاکمه ده. د معلوماتو فلټرینګ بیا انټرنټي شبکو ته مالي زیانونه اړولي.

https://p.dw.com/p/4IqUb
Anti-Hijab-Proteste für Mahsa Amini - Iran
انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

په ولسي اعتراضونو کې ګډون کوونکو ته د ایران د سپاه پاسداران د قوماندان حسین سلامي، د خبرداري سربیره هم د دغه هیواد په مختلفو برخو کې اعتراضي خوځښتونه دوام لري. نوموړي تیره ورځ ویلي و«نن د بلوا وروستۍ ورځ ده او نور دې ځوانان سړکونو ته نه راوځي.»

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د تهران په پوهنتون کې ناکراریو د یکشنبې ورځې تر سهاره پورې دوام درلود. په ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونه د پوهنتون ودانۍ ته دننه د اوښکي بهوونکي ګازو مرمۍ فیر کوي.

د بشري حقونو خبري آژانس «هرانا» په خپل وروستي رپوټ کې په دغو اعتراضونو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۸۳ اعلان کړی دی چې ویل کیږي ۴۴ ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې په مشهد کې د قاسم آباد د پوهنتون یو شمیر محصلینو د مظاهرو په ترڅ کې د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي دي.

 په انساني زنځیر کې د ترودو ګډون

د شنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۹ نیټه) په ورځ هم د ایران د مظاهرو د ملاتړ په دوام د نړۍ په مختلفو برخو کې مظاهرې وشوې. د دغو نړیوالو مظاهرو یوه وروستۍ نقطه په کاناډا کې وه.

د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو او میرمنې یې هم په اوتاوا ښار کې د پي اس ۷۵۲ الوتکې د پيښې قربانیانو د کورنیو ترڅنګ په انساني زنځیر کې حضور پيدا کړ. نوموړي همدارنګه په دې راټولیدنه کې د پي اس ۷۵۲ اوکرایني را نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو د ټولنې له ویاند حامد اسماعیلیون سره هم خبرې وکړې.

ترودو په خپلو خبرو کې د نورو ترڅنګ پر دې خبرې ټینګار وکړ چې کاناډا ته به د اعتراضونو د سرکوبه کوونکو د راتګ مخه ونیسي. هغه وویل کاناډا به له ټولو ابزارو څخه چې په اختیار کې يي لري استفاده وکړي او اجازه به ور نه کړي چې دغه هیواد «د قاتلانو او سرکوبه کوونکو له پاره په امن مرکز» بدل شي.

اړوند: بېربوک ويلي چي تهران «د تاريخ پر غلط اړخ» ولاړ دی

د کاناډا لومړي وزیر په خپل ټویټر کې د اوتاوا د اعتراضونو د انځورونو په خپرولو سره یو وار بیا د ایران له مظاهره کوونکو څخه خپل ملاتړ او پیوستون اعلان کړ.

د فیلټرینګ له کبله انټرنټي شبکو ته زیان

د شرق ورځپاڼې د لیکنې په اساس په اکتوبر میاشت کې د «همراه اول» تلیفوني شرکت په عوایدو کې د سپټمبر میاشتې په پرتله ۷۴۳ میلیارده تومنه کمښت راغلی دی. «همراه اول» په ایران کې د ګرځنده تلیفونونو او انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکی تر ټولو لوی شرکت دی.

د انټرنټي کڅوړو عرضه او پلور د همراه اول او دې ته ورته مخابراتي شرکتونو د عاید مهمه منبع ده چې په ظاهره کې په ایران کې د ولسي اعتراضونو په وجه په شدید ډول فلتر کیږي او له همدې امله یي استفاده کمه شوې ده.

د ایران حکومت د دغه هیواد د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا اميني تر مړينې وروسته د ولسي اعتراضونو په جریان کې د واتس آپ او اینستاګرام په څیر اپلیکیشنونو فلترول او په ځیني مواردو کې یې په بشپړ ډول د انټرنټ بندولو اقدام کړی دی.

اړوند: ایران پر دویچه ویله فارسي او څو اروپایي بنسټونو بندیزونه ولګول

په دې وروستیو کې د ایرن یوه دولتي چارواکي منلې وه چې په انستاګرام کې يې شاوخوا ۹۰ سلنه تبلیغاتي اعلانونه مختل کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا