1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران دویچه ویله فارسي او څو اروپایي بنسټونه تحريم کړل

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر اروپایي شخصیتونه او بنسټونه تحریم کړل. په دې تحریمونو کې دویچه ویله فارسي، د بیلد ورځپاڼې مسؤلین او څو الماني او اروپایي افراد او شرکتونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/4Ijfu
Deutsche Welle Logo
انځور: picture alliance/dpa/Oliver Berg

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ یوه بیانیه کې اعلان وکړ، چې د اروپایي ټولنې په ځینې شخصیتونو او بنسټونو بندیزونه لګوي.

د ایسنا خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له قوله لیکلې دي، چې دغه تحریمونه د »تروریزم او ترهګریزو ډلو د ملاتړ او د تروریزم، تاوتریخوالي او نفرت د اچولو له وجي لکول شوي چې د ناکراريو، نفرت او د ايران د ملت پر وړاندې او د تروریستي اقداماتو او د بشري حقونو څخه د سرغړونه» باعث ګرځي.

 پر ايران د اروپايې اتحاديې نوي بنديزونه او د ايران غبرگون

ایسنا د هغو بنسټونو او شرکتونو لیست نشر کړی، چې بندیزونه پرې لګول شوې دي او د دویچه ویله فارسي نوم هم په هغې کې شتون لري. نور بنسټڼونه د تحریم په ډله کې نور بنسټونه د »د آزاد ايران د دوستانو« په نوم بنسټ د اروپا د پارلمان غړي، د عدالت پلټولو نړیوالې کمیټې غړي، د   «Stop the Bomb» بنسټ، د ار اف ای فارسي شبکه، د ««LICRA په نوم په فرانسه کې د نژاد پرستۍ او یهودیت ضد ټولنه او دوه الماني شرکتونه چې یې د کارل کولب کور (Karl Kolb Co) او بل د راین بایرن فار څيويګباو په نوم Bayern Fahrzeugbau Co)) شرکتونه دي.

په تحریم شویو کسانو کې د عدالت پلټنې نړیوالې کمیټې مشر آلخو ویدال کوادراس، د اروپا په پارلمان کې د»آزاد ايران دوستان« ډلې مشرتابه غړي شارلیه وایمرز، زاردیل، هلموت ګویکینګ او د اروپا دپارلمان استازی هرمان ترتچ، د فرانسې د پارلمان غړی حبیب مایر، د فرانسې ویلپنت ښاروال مارتین والتون او د پاریس سیمې پخوانی ښاروال ژان فرانسوا لګارت شامل دي.

امریکا پر ایران بندیزونه کموي

د المان د بیلډ ورځپاڼې مدیران، یوهاند بویي او الکساندرا ورڅباخ هم د بندیزونو په دې فهرست کې شامل دي. ایسنا لیکلې دي، چې په دې بندیزونو کې د ویزو ورکولو بندیز او ایران ته د دغو کسانو په ورتګ بندیز دی او دغه راز د ایران په خاوره کې به د دوی شتمنۍ هم ضبطې شي.

دغه سیاست د هغه څه له امله ده، چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې اروپایي ټولنې په ایران یو لړ بندیزونه ولګول. په لوګزامبورګ کې د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۵) د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له یوې غونډې وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت پر هغو چارواکو او بنسټونو د بندیزونو یوه نوې بسته تصویب کړه، چې د خلکو د اعتراضونو له «تاوتریخوالی ډک سرکوب» کې یې لاس درلود.

د بې پیلوټه الوتکو د فعالیت له کبله شپږ ایراني اهداف تور لست کې اچول شوي

د بندیزونو دا بسته پر ۱۱ مسؤلو کسانو او څلورو بنسټونو صدق کوي چې د ارشا ګزمې يا اخلاقي پولیس بنسټ، د سپاه پاسدران سایبري څانګه، د ایران ځواکونو د یو ځانګړي قعطې قوماندانان او نور چارواکي پکې شامل دي.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو دولتونو دغه راز روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د د پلورلو له امله د ایران په اتو اشخاصو او بنسټونو هم بندیزونه ولګول.

ف / ظ / ب/ ص - DW