ترمپ یو ځل بیا له طالبانو د بګرام اډې د سپارلو غوښتنه کړي
۱۴۰۴ شهریور ۳۰, یکشنبه
دونالد ترمپ یو وار بیا امریکا ته په افغانستان کې د بګرام هوایې اډې د سپارلو غوښتنه کړې، او دغه غوښتنه یې د طالبانو پر وړاندې له یوه «مبهم ګواښ» سره مطرح کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د شنبې (د سپټمبر ۲۰ نیټه) په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروت کې ولیکل: «که افغانستان د بګرام هوایي اډه جوړونکو ته یې، یعنې امریکا متحده ایالاتو ته بیرته ونه سپاري، ناوړه پيښې به رامنځته شي.»
د امریکا ولسمشر دقیق ونه ویل چې څه به پيښ شي، خو دا موضوع ورته دومره ارزښت لري چې درې ورځې په پرله پسې ډول یې دغه غوښتنه مطرح کړې ده.
ترمپ د لومړي ځل له پاره بریتانیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال په ښکاره ډول وویل چې حکومت یې د بګرام هوایې اډې د بیرته ترلاسه کولو غوښتونکی دی؛ هغه اډه چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا له خوا تخلیه شوې وه.
ترمپ سپينې ماڼۍ ته د بیرته را ستنیدو وخت راهیسې په وار وار له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې یې صورت نیولی و، نیوکې کړي دي او په افغانستان کې یې د چین د نفوذ زیاتیدو له کبله انديښنه ښودلې ده.
کله چې خبریالانو د شنبې په ورځ له ترمپ څخه په سپینه ماڼۍ کې پوښتنه وکړه چې ایا د بګرام هوایي اډې د بیرته نیولو له پاره یو وار بیا افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د استولو اراده لري، ځواب ورکړ: «په دې هکله څه نه وایم، خو مونږ له افغانستان سره د مذاکراتو په حال کې یو او غواړو هر څومره زر چې کیدای شي بیرته یې ترلاسه کړو او که دا کار ونه کړي، وبه ګوري چې څه به وکړو.»
د بګرام هوایي اډه چې له کابل څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره واټن لري په ۲۰ کلونو کې د امریکا او د دغه هیواد د متحدینو په پوځي عملیاتو کې یې مهم نقش لوبولی دی.
طالبانو د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د دغې ډلې واک ته د رسیدو د دریمې کلیزې د لمانځنې پر مهال په دې اډه کې نظامي رسم ګذشت ترسره کړ چې په هغې کې د چین او ایران دیپلوماتانو هم حضور درلود.
د طالبانو حکومت په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو سیاستونو له کبله په نړیواله کچه په انزا کې قرار نیولی دی او د ترمپ وړاندیز کولی شي دې وضعیت ته تغیر ورکړي.
ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریانو ته ویلي چې امریکا نباید هیڅ کله دغه اډه له لاسه ورکړې وای او له طالبانو سره د دې هوایي اډې د بیرته نیولو پر سر خبرې اترې روانې دي.