د بګرام په برید کې یو تن وژل شوی او تر ۶۰ ډیر ټپیان شوي
۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبهد ناټو او افغان سیمه ایزو چارواکو په حواله یوه ځانمرګي بریدګر د دغه پوځي بیس په سویلي دروازه کې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړی دی. بګرام په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو مهمه پوځي اډه ده. تر اوسه پورې د دې برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د وروستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو تن وژل شوی او د ټپیانو شمیر تر ۶۰ لوړ ښودل شوی دی.
د پروان د سیمه ایز حکومت د ویاند په حواله د پيښې ټول قربانیان افغانان دي. نوموړی له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «د بریدګرو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نږدې ۳۰ دقیقې د ډزو تبادله هم شوې. برید کونکو په ظاهره کې غوښتل دغه پوځې مرکز ته ننوځي.»
له کابل څخه نږدې ۵۰ کیلومتره شمال لور ته د بګرام هوایي اډه د امریکا تر ټولو لوې نظامي مرکز دی. د بګرام والي عبدالشکور قدوسي هم ویلي دي چې د بریدګرو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي. نړیوالو ځواکونو ټوله سیمه محاصره کړې ده.
په افغانستان کې د ناټو ماموریت مسئولینو د یوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي دي: «برید ناکامه کړای شوی دی او د امریکا او متحدینو ځواکونو ته یي هیڅ ډول ځانې زیان نه دی رسیدلی. خو د سیمه ایزو خلکو له پاره جوړ شوي روغتون ته ډیر زیان اوښتی دی.»
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې پر سيمه د وریځو په شان د دود لړه خپره ده. دا برید په داسې یو وخت کې کیږي چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه دریلي د سولې خبرې اترې دوباره پیل شوي دي. تر اوسه پورې کوم چا او یا هم کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
آژنسونه/ش.ن/ب.ص