بګرام هوايي اډې ته څيرمه چاودنه شوې
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبهد پروان ولایت چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې دغه چاودنه په بګرام هوايي اډه کې د افغان امنيتي ځواکونو د يوې قرارګاه په منځ کې شوې ده.
په چاودنه کې لږ تر لږه دوه افغان ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
په کابل کې د آلمان خبري آژانس د دوو ځايي چارواکو له قوله ليکي چې چاودنه د افغان امنيتي ځواکونو د قرارګاه په جومات کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې ده. په دغې قرارګاه کې میشت افغان ځواکونه د بګرام د توقیفخانې د ساتنې مسئوليت لري.
د پروان ولايت د امنیه قوماندان مرستيال عبدالواسع رحيمی وويل: «دغه ماین د مسجد په چت کې ځای پر ځای شوی وو چې تیره شپه د لمونځ ادا کولو پر وخت يې چاودنه کړې.»
د رحيمي په خبره، د افغان امنيتي ځواکونو دغه قرارګاه د بګرام هوايي ډګر څخه يوازې څو سوه متره لرې موقعیت دی.
بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مرکز دی، چې اوس هم په کې دغه ځواکونه میشت دي.
د چاودنې مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دغه پيښه په افغانستان کې د وروستیو پاتې امریکايي او ناټو ځواکونو د رسمي وتلو د پيل په لومړۍ ورځ رامنځ ته شوې ده.
داسې انديښنې هم ښودل شوي چې بهرني ځواکونه به د اخراج پر وخت د وسله والو له لورې تر بریدونه لاندې راشي.
ډي پي اې/م.ک.ص./م.ن.ص.