آسترليا له افغانستانه تر۵۰ ډېري ورزشکاراني رايستلي
۱۴۰۰ شهریور ۲, سهشنبه
د ای بي سي شبکې په حواله دغه تر ۵۰ ډېرې ورزشکارې له خپلو کورنيو سره آسترليا ته انتقال شوي دي. دغه هېواد تر يوې اونۍ ډېرې مودې راهيسې د خپلو اتباعو او د خپل سفارت د ځينو پخوانيو کارکوونکو په رايستلو بوخت دی.
د ای بي سي شبکې د رپوټ له مخې تر اوسه کابو ۱۰۰۰ کسان آسترليا رايستلي دي چې په دوی کې تر ۵۰ ډېرې ورزشکارانې او د هغوی د کورنۍ غړي هم شامل دي. د سپورت د نړۍ يو شمير مشهورو څېرو د دغو ورزشکارانو د خوندي ځای ته د انتقال له پاره غږ پورته کړی وو.
نيکي درېدن چې په المپيک لوبو کې یې د لامبو په برخه کې د کاناډا استازيتوب کړی وو، له يوه آسترليايي وکيل سره یې په ګډه افغان ورزشکارانو ته د ويزې ترلاسه کولو په برخه کې هلې ځلې وکړې چې د پارالمپیک لوبو افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.
د ای بي سي د رپوټ په حواله د مهاجرو دغه وکيلانو د دې ويرې چې د ویزې د ترلاسه کولو پروسه به ډېر وخت ونيسي، د آستراليا د فوټبال لوبډلې پخواني کپتان کرايګ فوستر مرسته وغوښتله.
زياته شوې چې نوموړي بيا د بهرنيو چارو له وزيرې ماريز پاينې او د سپورت له وزير ريچارد کولبيک سره خبرې وکړې.
تر دې وروسته ډېر ژر ورزشکارانو ويزې ترلاسه کړې او بيا هغوی د رايستلو کیدو په موخه د کابل هوايي ډګر ته وليږدول شوې.
يادو آسترليايي وزيرانو او د فوټبال د نړۍ مشهورې څېرې فوستر په دې اړه د رويترز پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی او له تبصرې څخه يې ډډه کړې ده.
زموږ له آرشيف څخه: