1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ټولنیزو فعالانو د نیولو ادامه

امید دیدار
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو راهیسې د خبریالانو، ټولنیزو فعالانو او پر خواله رسنیو د نیوکه کوونکیو د نیولو په لړ کې یو بل ټولنیز فعال عماد دوران نیول شوی او اوس تري تم دی. د عماد دوران کورنۍ وایي چې طالبانو نیولی.

https://p.dw.com/p/4BVUs
Afghanistan | Taliban Kämpfer stoppen eine Demonstration für Frauenrechte in Kabul
آرشیف انځورانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د عماد دوران ورور شهاب الفت دویچه ویله ته وویل، وسله والو کسانو اونۍ وړاندې د ده ورور د کابل په اولسمې حوزې کې له موټر ښکته کړی او له ځانه سره یې بیولی دی.

نوموړي وویل: «د دوران د نیولو پر مهال زما کاکا هم ورسره و. هغه ترې پوښتنه کوي، چې تاسې څوک یئ، هغوی ورته د طالبانو د استخباراتو کارتونه ښيي او ورته وايي، چې دوران سره مو کار دی او له ځانه سره یې بیایو.»

دی وايي، د یوې اونۍ په تېرېدو او له ډېرو هڅو سربېره هم دوی د خپل ورور د نیولو ادرس او درک نه دی مالوم کړی او اوس نه پوهېږي، چې ورور یې چېرې او په کوم حال کې دی.

نوموړی وایي، ورور یې کوم لوی جرم نه دی کړی او یوازې د فیسبوک پر پوسټونو او تبصرو یې نیولی یې دی.

پر کابل له واکمنېدو وروسته طالبانو د عماد دوران په څېر ګڼ ټولنیز فعالان، خبریالان او خبریالانې نیولي، چې ځینې یې اوس هم لا درکه دي.

په دوی کې یو هم مدني فعال عظیم عظیمي دی، چې له دوه میاشتو ډېر وخت وشو نیول شوی؛ خو تر اوسه یې هېڅ درک نه دی لګېدلی.

نوموړی هغه مهال په کابل کې ونیول شو، چې د پاکستان سفارت مخې ته یې د پاکستاني چارواکو د راتګ په غبرګون کي د لاریون تابیا کړې وه؛ خو تر لاریون وړاندې نیول شوی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت مرکزي ویاندویان په دې اړه څه نه وايي؛ خو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران د عماد دوران د نیولو په اړه د دویچه ویله د خبریال پوښتنې ته یوازې همدومره ځواب ورکړی، چې «دا زموږ پولیسو نه دی نیولی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه طالبانو د یو شمیر ښځینه فعالانو له نیول کیدو هم انکار کاوه، خو بیا وروسته هغه د طالبانو له لوري بیرته آزادې شوې. 

عماد دوران د ننګرهار اوسېدونکی او پر خواله رسنیو فعال و. هغه نه یوازې دا چې د طالبانو د حکومت پر نمیګړتیاو یې لیکل کول، د پخواني حکومت او چارواکو خامۍ او نیمګړتیاوې یې هم په ګوته کولې.

هغه د روانې مۍ میاشتې پر لسمه نېټه پر خپل فیسبوک لیکلي: «طالبان بې کفایته خلک دي. د دوی د ختمولو فکر مه کوئ، دوی خپله ځان ختموي. فکر پر دې وکړئ، چې له دوی وروسته ځای ناستی باید څوک وي، څنګه کېدای شي چې د دوی ورونه د دوی ځای ونه نیسي او ملي ګرایان یې ځای ناستي شي...؟»

د عماد دوران او عظیمي عظیمي نیولو ته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه ښکاره شوي. پر خواله رسنیو د هغوی د ازادولو کمپاین هم روان دی.

افغان خبریال عزیز پردېس پر خپل ټویټر لیکلي: «د بیان ازادي د ټولو انسانانو یو طبیعي حق دی، چې ټول وګړي ترې په مساوي ډول برخمن دي. ځوان لیکوال عماد دوران له څو ورځو راهیسې په کابل کې له خپل کوره لادرکه شوی او په اړه یې هېڅ مالومات نه شته، هیله ده هغه ژر تر ژره خوشې کړای شي.»

افغان لیکوالان او د خواله رسنیو کاروونکي وايي، طالبان د خبریالانو، ټولنیزو فعالانو او انتقاد کوونکو په نیولو سره غواړي «خپلې نیمګړتیاوې پټې» کړي؛ خو د دوی په ټکو، دا کار ناشونی دی.

لیکوال خوشال روهي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «کمزوري نظامونه د فکر او نظر له ازادۍ ویرېږي. هغوی د ولس د ملاتړ پر ځای د خپل ټوپک پر شپېلۍ او برچې تکیه کوي. که فکرونه حبس شي، اخر انفجار کوي او که پر سوله‌ ایزه مبارزه بندیز ولګېږي، تاوتریخوالی زېږوي. هغه کسان چې نیت یې د اصلاح دی، د زنداني کولو پر ځای یې نظر او مشورو ته غوږ ونیسئ. زموږ بې وسلې قلموال او شاعر عماد دوران خوشې کړئ.»

تر عماد دوران او عظیم عظیمي مخکې هم ګڼ شمېر کسان د طالبانو پر حکومت له انتقادونو او نیوکو وروسته نیول شوي دي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې په هرات کې هم یو ټولنیز فعال خالد قادري د طالبانو د حکومت له خوا په یوه کال بند محکوم شوی، که څه هم کورنۍ یې د بندي کولو لامل د هغه د خواله رسنیو فعالیت یادوي؛ خو طالبانو ویلي، هغه په یوې جلا اداري قضیه کې نیول شوی دی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل