1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما طالبانو سره د لادرکه شوو فعالو مېرمنو په اړه خبرې کړي

۱۴۰۰ بهمن ۱۸, دوشنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له یوه جګپوړي چارواکي سره کتلي تر څو د «لادرکه شوو» ښځينه فعالانو د وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې ورسره شریکي کړي.

https://p.dw.com/p/46cqK
Deborah Lyons UN-Sondergesandte für Afghanistan
دیبرا لاینزانځور: Ajjad Hussain/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) پر ټويټر ليکلي دي چې د دغې کتنې پر مهال د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال عبدالکبیر ژمنه کړې چې دوی به په دې اړه د ځواب موندلو هڅه کوي.

په اعلاميه کې په دې اړه راغلي دي: «موږ له دې څخه ستاینه کوو او نوو معلوماتو ته انتظار باسو.»

یوناما پر خپلې دري فیسبوک پاڼه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دیبرا لاینز او عبدالکبیر سره د کتنې خبر خپور کړی دی. د دغه خبر په يوه برخه کې راغلي دي: «د ټولو افغانانو حقوقو ته د نه درناوي په صورت کې به له افغانستان څخه د نړۍ ملاتړ کمرنګه شي.»

د آلمان خبري آژانس (dpa) له اسلام آباد څخه په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې طالبانو په وروستيو اونیو کې ښځينه فعالانې چې د دې له پاره د دوی د پالیسۍ خلاف يې سوله ايز اعتراضونه وکړل، نيولي دي.

په حاضر وخت کې د ۷ مېرمنو په اړه معلومات نشته چې دوی چیرته دي او دغې قضيې نړیواله توجه ځان ته جلب کړې ده.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، توماس نیکلاسون، پر ټويټر ليکلي دي: «د ملکيانو په خپل سري نيول کیدل او لادرکه کيدل...د بشر حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د هغوی د اعلان شوو ژمنو خلاف عمل دی.»

طالبان چې د تیرکال په اګست کې قدرت ته ورسیدل په شدت د نړیوالې ټولنې له خوا د مشروعیت ترلاسه کولو په هڅه کې دي، خو تر اوسه هيڅ بهرني هیواد دوی په رسميت نه دي پيژندلي.

طالبان همدارنګه کوښښ کوي چې په لويديځو بانکونو کې د افغانستان د میلياردونو ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي. دغه شتمنۍ د طالبانو په واکمنیدو سره کنګل شوي دي.

خبر زیاتوی چې طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشارونو په غبرګون کې تیره اوونۍ، ۱۴ ښځینه بنديانې خوشې کړې.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي، مولوي عبدالحق، وويل چې د هیواد ټولو زندانونو ته هدایت شوی چې د ښځینه بندیانو دوسيې وڅيړي تر څو د ښځينه بندیانو د آزادولو له پاره د هغوی وړتوب وټاکي.

طالبان وايي تر اوسه پورې چې دوی کوم بندیان خلاص کړي، ټولو ورسره ژمنه کړې چې نور به د هر هغه عمل له ترسره کولو ډډه کوي چې د قانون او شریعت خلاف او د ټولې نظم خرابوي.

ډي.پي اې/ م.ک.ص./ ن.ز.