1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف پر وزارت بدل کړ

۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه

طالبانو ظاهرا د ښځو چارو وزارت لغوه او پر ځای يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره رامنځ ته کړې ده. پر ټولنیزو رسنيو خپاره شوي انځورونه ښيي چې د یادې ادارې نښه د ښځو د چارو وزارت پر ديوال نصب شوې ده.

https://p.dw.com/p/40UZo
Afghanistan | Taliban Kämpfer stoppen eine Demonstration für Frauenrechte in Kabul
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د طالبانو هيڅ چارواکي د جمعې په ورځ په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. سربیره پر دې چې طالبانو ويلي چې په دې دوره کې يې سیاست معتادله شوی، خو لا هم يې ښځو ته کار ته د بیرته ستنيدو اجازه نه ده ورکړې. دوی دغه راز په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو له پاره د لباسونو سخت قواعد وضع کړي دي.

د طالبانو په سرپرست حکومت کې هيڅ ښځه شتون نه لري او د ښځو د چارو وزارت هم له نوملړه حذف شوی دی. که څه هم افغان ښځې اوس څنډې ته ټيل وهل شوي، خو په تيرو شلو کلونو کې يې د خپلو لومړنیو حقونو په برخه کې ډيره مبارزه کړې. په دغې موده کې افغان میرمنو په مختلفو برخو کې فعالیتونه درلودل. د بیلګې په توګه دوی د قانون جوړونکو، پيلوټانو او پوځي افسرانو په توګه وظیفې اجرا کړي دي.

دغه راز په سلونو زره ښځې په بشري قوا کې داخلې شوې. دغه امر په يو شمیر مواردو کې ضروري ګڼل کيږي، ځکه ډيرو ښځو د تیرو دوو لسیزو جګړو په جریان کې خپل خاوندان له لاسه ورکړي او يا معلول شوي دي. دغه ښځې اوس اړې دي چې د خپلو کورنيو اقتصادي ملاتړ وکړي. خو طالبان چې د اګست میاشتې له ۱۵ واک ته رسيدلي، ظاهرا داسې ښکاري چې دغو حقونو ته دومره تمایل نه لري.

طالب چارواکي چې کله په دې برخه کې تر فشار لاندې ونيول شي، وايي چې ښځو ته ويل شوي دي تر څو د خپل امنیت په خاطر کورونو کې پاتې شي خو د «مناسباتو د جلا کیدو» په اجرا کيدو سره ورته د کار اجازه ورکول کيږي.

د طالبانو د حاکميت په لومړۍ دوره کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې، ښځې له ډيرو عامه فعالیتونو څخه محرومې وې، حتی دوی نه شو کولای له کوره په يوازې سر بهر ووځي او د وتلو په صورت کې باید د کورنۍ يو نژدې غړۍ يا «محرم» ورسره وي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چې ویل کيږي د ښځو د چارو وزارت پر ځای باندې فعال شوی دی، د طالبانو په مخکينۍ دوره کې له اسلام څخه د سخت تعبیر پر اساس پر خلکو د ديني احکامو د عملی کولو او پر هغو د څار مسئولیت درلود، لکه په اجباري توګه لمونځونو کې ګډون، د ښځو د لباسونو پر څرنګوالي او د نارينه وو د ږیرو پر لنډولو او یا خریولو باندې کنترول.