په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه رالویدلې ده | دويچه ويله پښتو | DW | 11.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه رالویدلې ده

ملگرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملکي وکړو تلفات ۲۰ سلنه راکم شوي دي. په افغانستان کې د یوناما مشر ویلي دي چې د ملکي کسانو د وژنې د کچې د راکمیدو تر شا کیدای شي چې بیلابیل لاملونه موجود وي. د هغه په حواله لومړی لامل کیدای شي دا وي چې په دغه وخت کې په افغانستان کې ډیره جگړه نه ده شوې. هغه زیاته کړې ده چې کیدای شي چې د ملکي تلفانو د راکمولو له پاره د نړیوالو او افغان ځواکونو هڅې هم د ملکیانو د وژنې د کچې په رالویدو کې نقش لوبولی وي.