1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيلابونو په افغانستان او پاکستان کې په لسونو کسان وژلي

۱۴۰۲ مرداد ۲, دوشنبه

د درنو موسمي ورښتونو په نتيجه کې جاري شوو سېلابونو په تېرو درو ورځو کې په افغانستان کې ۳۱ کسان مړه کړي او په لسونو نور لادرکه دي. پاکستان کې هم د سيلابونو او ځمکې ښوېدنې په پېښو کې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4UIUf
د آرشیف انځور - په افغانستان کې سېلابونه
د آرشیف انځور - په افغانستان کې سېلابونهانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند، شفيع الله رحيمي د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغو سيلابونو کې ۳۱ کسان مړه، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه دی. سيلابونه په کابل، میدان وردک او غزني ولایتونو کې راغلي دي. د رحيمي په خبره سېلابونو تر ټولو ډېر تلفات د کابل په لويديځ او میدان ورک کې اړولي دي. په وينا ېې شاوخوا ۲۵۰ څاروي هم تلف شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبيح الله مجاهد وايي د میدان وردک ولایت په جلریز کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي. هغه زیاته کړې چې د نجات ډلو د ژغورنې او لټون عملیات پيل کړي دي.

ورته نور ولولئ:افغانستان کې د سیلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۷۴ ټپيان شوي

د میدان وردک د والي دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې په سلونو کورونه تخریب او یا له منځه تللي او باور پر دې دی چې لادرکه شوي کسان به د نړېدلو کورونو تر خاورو لاندې شوي وي. په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې په سونو کيلومتره مربع کرهڼيزې ځمکې هم اوبو وړي او د سېلابونو له کبله د کابل-بامیان لویه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د آرشیف انځور - د پاکستان په سږنیو سیلابونو کې چې د جون له ۲۵مې پیل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۱ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي
د آرشیف انځور - د پاکستان په سږنیو سیلابونو کې چې د جون له ۲۵مې پیل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۱ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړي ديانځور: Ismail Sirat

په افغانستان کې وروښتونو دغه ځاني او مالي زیانونه په داسې حال کې اړولي چې دمخه هم د افغانستان خلکو د جګړو او بحرانونو سخت کړاونه ګاللي دي.

ورته نور ولولئ: په بلخ کې سخت نيزونه (سيلابونه) راوتلي دي

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو څانګې په اپرېل میاشت کې وويل چې افغانستان د دريم پر له پسې کال له پاره له وچکالۍ او د دوهم پرله پسې کال له پاره له سخت اقتصاد بحران سره مخ دی په داسې حال کې چې لسیزو جګړو او پر له پسې طبيعی آفتونو هم سخت ټکولی دی.

په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم سيلابونو او د ځمکې ښوېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، ۹ کسانو په خيبر پښتونخوا ایالت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ګلګيت بلتيستان په سکاردو سیمه کې د ېوې کورنۍ ۴ غړي هغه وخت تلف شول چې ځمکې ښوېدنې ېې موټر لاندې کړ.

ورته نور ولولئ: پاکستان د سیلاب ځپلو سیمو بیارغونې ته د اته ميليارده ډالرو غوښتنه کړي

د پاکستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې د جون مياشتې پر ۲۵مه د موسمي وروښتونو له پيل راهیسې په سېلابونو کې ۱۰۱ کسان مړه شوي چې په هغو کې ۱۶ ښځې او ۴۲ ماشومان هم شامل دي. دوی وايي سيلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۷۴ کورنه هم ويجاړ کړي دي.

  (AP)mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: