1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کې سخت نيزونه (سيلابونه) راوتلي دي

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې نيزونو (سيلابونو) ځينې سيمې تر اوبو لاندې کړې دي. دغه خبره ځايي رسنيو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4PEfJ
عکس له آرشيف څخه
عکس له آرشيف څخهانځور: Sayed Khodaberdi Sadat/AA/picture alliance

د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې ځايي رسنيو د پوليسو د وياند، محمد اصف وزيري، د څرګندونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په پراخه کچه نيزونه يا سيلابونه راوتلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې د سيل د اوبو څپې څنګه د کورونو په منځ کې تېريږي او پراخې سيمې ويجاړوي. وزيري البته په يادو رسنيو کې د قربانيانو په هکله معلومات نه دي شريک کړي.پاکستان د سیلاب ځپلو سیمو بیارغونې ته د اته ميليارده ډالرو غوښتنه کړي

د »اطلاعات روز« ورځپاڼې او په بلخ کې مېشتو امنيتي ځواکونو په حواله د ۳۰۰ ويجاړو شوو کورونو يادونه شوې ده. د وچکالۍ او نيزونو په څېر د هوا افراطي حالات په افغانستان کې په زياتېدو دي. د ۲۰۲۰ کال په اګست مياشت کې د افغانستان په ختيځ کې د نيزونو له کبله ۱۰۰ تنه مړه شول او له ۲۵۰ زيات کسان ژوبل شول.شريف له افغانستان او پاکستان سره مرستې وغوښتې

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقليمي بدلون په رامنځ ته کولو کې يې تقريبا هيڅ نقش نه دی لرلی، خو تر ټولو زيات ورڅخه اغېزمن دي. 

آ./ن.ص./ا.ا.