1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شريف له افغانستان او پاکستان سره مرستې وغوښتې

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له پاکستان سره د سيلابونو له کبله د مرستو تر څنګ له افغانستان سره هم بشري او اقتصادي مرستې غوښتې دي. شريف د م.م. په عمومي مجلس کې دغه خبرې کولې.

https://p.dw.com/p/4HHwB
شهباز شريف له افغانستان او پاکستان سره مرستې وغوښتې
شهباز شريف له افغانستان او پاکستان سره مرستې وغوښتېانځور: Asif Hassan/AFP/Getty Images

په پاکستان کې د سختو سيلابونو له کبله د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له شتمنو هېوادونو څخه د اقليمي بدلون په وړاندې په مبارزه کې د خپل هېواد ملاتړ وغوښت.

شريف د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۳نېټه) وويل چې طبيعت »پاکستان ځپلی دی بې له دې چې د کاربن ډای اکسايد اخراج ته يې وګوري چې تقريبا صفر دی.« له دې امله »عاقلانه ده چې عدالت تامين شي« او د اقليمي بدلون له کبله وراوښتي زيانونه جبران شي.شهباز شریف: هیواد مو د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی

د اګست مياشتې په پای کې په بې ساري ډول سيلابونو د پاکستان دریمه برخه خاوره لاندې کړې وه. په دغو سيلابونو کې تقريبا ۱۶۰۰ تنه ووژل او له اوو ميليونو زيات کسان بې کوره شول. شريف دا هم وويل چې »څه چې په پاکستان کې پېښيږي، يوازې په پاکستان کې نه پاتې کيږي.«

د هغه په خبره ځپل شوي کورونه، د ژوند له منځه تللي بنسټونه او د کاري ساحو ډوبېدل د ډېرو خلکو ژوند »د تل له پاره تغيير کړی دی.« د پاکستان ګاونډي هېواد افغانستان ته په کتو سره شريف له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو غږ واوري چې له افغانستان سره يې د ۴،۲ مليارډو ډالرو په مقدار بشري او اقتصادي مرستې غوښتې وې.امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې سویس ته انتقالوي

شريف دا هم وويل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بايد آزادې شي چې د طالبانو د واکمنۍ راهيسې منجمدې دي. د امريکا متحده آيالاتو په دې وروستيو کې داسې يو بنسټ جوړ کړی و چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ اداري چارې پر مخ بيايي. لامل يې له طالبانو سره د نه باور فضا په ګوته شوې وه.

آ./ن.ص./ا.ا.