1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

پاکستان؛ د سیلاب ځپلو سیمو له پاره د ۸ ميليارد ډالرو غوښتنه

۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبه

پاکستان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه هېواد د سېلاب ځپلو سیمو د بیارغونې له پاره اته میلیارده ډالره مالي مرسته ورسره وکړي. د اسیا پراختیايي بانک له پاکستان سره د څلور میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4LvLB
Überschwemmungen in Pakistan
انځور: picture alliance/dpa/AP

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې له پاکستان سره د مرستندویه هيوادونو د نړیوال کنفرانس په پیل کې وویل، چې هېواد یې د تېر کال د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي له پاره په راتلونکو درو کلونو کې اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطلب: پاکستان: د سيلابونو د لا ډيرېدو خبرداری؛ د مړو شمیر له زرو اوښتی

په دې کنفرانس کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو استازي او دغه راز د خصوصي بسپنه ورکوونکو او نړیوالو مالي بنسټونو استازو ګډون کړی. 

د شریف په وینا، د سېلاب ځپلو سيمو د بيارغونې ټول لګښت څه باندې ١٦ ميليارده ډالره اټکل شوى دى.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې له پاکستان سره مرسته وکړي. هغه وویل  پاکستان د اقلیم د بدلون قرباني دی.

په پاکستان کې د سیلابونو په پایله کې ۱۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او میلیونونه نور زیانمن شوي دي. ډېرو خلکو  خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.