1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د سیلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۷۴ ټپيان شوي

امید دیدار
۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبه

افغانستان کې د طالبانو سرپرستې ادارې خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله تر دې دمه د ۳۱ کسانو مړینه او د ۷۴ نورو ټپي کېدل تثبیت شوي دي.

https://p.dw.com/p/4UHY2
افغانستان کې سیلابونه، د ارشیف انځور
افغانستان کې سیلابونه، د ارشیف انځورانځور: Eveline Viehboeck/OCHA

پېښو سره د مبارزې وزارت له پاره د طالبانو ادارې ویاند شفیع الله رحیمي دویچه ویله ته وویل، دغه سیلابونه په میدان وردګ، کابل، خوست، پکتیا، غزني، کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې راوتلي دي.

دی وايي، تر ټولو ډېر زیان میدان وردګو کې اوښتی. د ده د مالوماتو تر مخه، د تېرې شپې سیلابونو له امله میدان وردګ کې ۲۶، کابل ۴ او خوست کې یو کس مړ شوی دی. دغه راز په ترتیب سره په میدان وردګ ولایت کې  ۴۴ او کابل ولایت کې ۳۰ کسان ټپيان شوی دي.

افغانستان کې سیلابونه، د ارشیف انځور
افغانستان کې سیلابونه، د ارشیف انځورانځور: OCHA

ننګرهار کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه او ۲۵ ژوبل شوي

دغه سیلابونه د میدان وردګو په جلریز او د کابل په پغمان ولسوالیو کې راوتلي دي.

پېښو سره د مبارزې وزارت زیاتوي، په یادو شویو ولایتونو کې د سیلابونو له امله له ۶۰۰ ډېر د استوګنې کورونه یا په بشپړ ډول او یا هم قسمي ډول زیانمن شوي او سلګونه جریبه کرنیزې او للمي ځمکې هم زیانمنې شوي دي.

پر خواله رسنیو د میدان وردګ، کابل، کونړ او ځینو نورو سیمو اوسېدونکیو له لوري پر خواله رسنیو خپروو کړیو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې سیلابونو کورونه نړولي، لویې او فرعي لارې یې بندې کړي او کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوي دي.

افغانستان کې اورښتونو ۳ کسان مړه کړي

پېښو سره د مبارزې له پاره د طالبانو ادارې چارواکیو سیلاب ځپلیو سیمو ته د خوراکي، غیرخوراکي او صحي مرستو او ژغورنې ډلګیو د لېږلو خبر ورکړی. دغه راز عامو خلکو د ورکو کسانو د پیداکولو او سیلاب ځپلیو سره د مرستې غږ کړی دی.

افغانستان کې سیلابونه، د ارشیف انځور
افغانستان کې سیلابونه، د ارشیف انځورانځور: Ismail Sirat

پېښو سره د مبارزې وزارت له پاره د طالبانو ادارې چارواکیو د مالوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله تر دې مهاله ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۱۴ کسان مړه  او ۳۲۰ ټپیان شوي دي.

غور: د سلابونو له امله پنځه ښځي او دوه نارینه مړه شوې

د اورښتونو او سیلابونو له امله عامو افغانانو ته دا ځاني او مالي زیان داسې حال کې اوړي، چې د رپوټونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو ادارې تر ولکې وروسته تېرو دوو کلونو کې افغانان له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي او نړیوالې مرستې هم تر ډېره بریده یا بندې شوي او یا کمې شوي دي.