1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غور: د سلابونو له امله پنځه ښځي او دوه نارینه مړه شوې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

د غور ولایت څخه ترلاسه شوې معلومات ښې چې په دې ولایت کي د سختو سیلابونو له امله پنځه ښځې، یو نارينه او یو ماشوم مړه شوي او یوه ښځه لا درکه ده.

https://p.dw.com/p/4Ri14
آرشیف: د سیلابونو له امله ویجاړ شوې کورونه
آرشیف: د سیلابونو له امله ویجاړ شوې کورونهانځور: Ismail Sirat

د غور ولایت اوسیدونکی احمد خان وویل، په وژل شويو کې څلور ښځې او يو ماشوم د يوې کورنۍ غړي او یو بل نارینه او یو ښځه د بلې کورنۍ غړي دي.

ویل کیږې یاد سیلابونو د چغچران ښار په سوېل لوېديځ کې د مدرسې په کلي کي او همدا شان د غور پسابند ولسوالۍ د کاکړي په کلي ډیر زیانونه اړولي دي.

بله خوا د طالبانو د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس د پیښي پخلی کوي په خبره یې: تر دمګړۍ په دو سیمو کي ۷ کسان مړه شوې یوه میرمن لادرکه ده او دوه ماشومان تپیان شوې دي.

حماس دویچه ویله ته وویل: «د یادو سیلابونو له امله د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلګو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.»

ویل کیږي د دې احتمال هم شته چې په پېښه کې د مړو شوو کسانو شمیر تر دې زیات شې.

د یادونې وړ ده چې غور د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د اوروښتونو کچه پکې ډیره او هر کال د سیلابونو راتلو له امله خلګو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه اوړي.