افغانستان کې د اورښتونو له وجې دريو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
۱۴۰۲ خرداد ۹, سهشنبهاعلان
چارواکي وايي، د سختو اورښتونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ او خوست ولایتونو کې درې کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
د طالب چارواکو پر وینا روانو اورښتونو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې ۲۴ کسان وژلي دي.
اړونده موضوع: ننګرهار کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه او ۲۵ ژوبل شوي
د طالبانو ادارې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته ویلي: «په دغو اورښتونو کې د ۳۰ کورونو په نیمه او بشپړه ډول د ویجاړېدو راپورونه رارسېدلي.»
رحیمي وايي، د هېواد په شلو ولایتونو کې لاهم اورښتونه دوام لري او تراوسه یې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ شاوخوا ۱۵ ځپل شویو کورنیو ته مرستې رسولې او د ویش لړۍ روانه ده.