1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دموکراتيک المان د خارجي کارګرانو سرنوشت

۱۳۸۸ آبان ۱۴, پنجشنبه

هغه خارجي کارګرانو چي داويايموکلو راهيسي دالمان په دموکراتيک جمهوريت کي ژوند کاوه ، په 1989کال کي د شرقي المان ديوې خپري شوي احصايي له مخي ډير فعاله او زحمت کښه وه

https://p.dw.com/p/KPDa
د دموکراتيک المان د کور جوړولو په يوه فابريکه کښي ويتنامي کارګران
د دموکراتيک المان د کور جوړولو په يوه فابريکه کښي ويتنامي کارګرانانځور: picture-alliance/ ZB

دوی په صنايعو، مسلخونو، او کيمياوي فابريکو کي کارونه کول . دوی کورونه او سړکان جوړول . دغه کارګران ځکه د شرقي المان د حکومت لخوا را جذب سول،ولي چي دالمان په ختيځه برخه کي له شپيتمو کلونوراپديخوا کارګرکم وو . ددي يو علت داوو چي وروسته له دويمي نړيوالي جګړي څخه په لکهاوو کارګر په ختيځ المان کي دسياسي او اقتصادي وضعي له امله لويديزالمان ته راغلل .له بلي خوا دختيځ المان دصنايعو زړوماشينونو اودتوليد زړو شويو طريقو دزيادتره کارګرو دکار تقاضا کوله. .خو ددي لباره چي دختيځ المان حکومت دخپلو کارګرو دلږ والي په هکله څه نه ويل.نو ددي قراردادي کارکونکو په هکله دعاموخلکوپه مخکي ډير لږ څه ويل کيدل .حتي په خپله دختيځ المان خلک هم کله به چي ددوي ښاراويا کلي ته بهرني کارګر راغلل نه خبريدل .تماراهنچل چي په برلين کي يي ژوند کاووراپياد کيږي چي په اتياومو کلونوکي ناڅاپه ددي په ګاونډکي بهرنيان پيدا شول .داوايي:

ماته داډير ناڅاپه وو، زه دخرڅلاو ستري هټۍ کوف هلي ته لاړم ومي ليدل چي ټوله کوفهلي توره ده. دټولوسرونه توروو.ماله ځانه سره فکروکړ چي دابه يو هييت وي چي ختيځ المان ته راغلي دي .هيڅ څوک پدي خبر نه وو چي داکسان څوک دي او له کومه ځايه راغلي دي .

په برلين کي يوو نندارتون په ختيځ المان کي دبهرنيو کارګرو به ژوندانه باندي رڼا واچوله . دانندارتون دبرلين د «رايسترومل» داتحاديي لخوا جوړ شوي وو. دا اتحاديه په المان کي دويتناميانو پهټولني باندي ورګډيدو ، غم خوري او هغوته ټولنيزي اوسياسي مشوره ورکوي .دخلکو له قيصو، ليکونو، له ارشيف شويو موادو، اوعکسونوڅخه څرګنديږي چي دغو دتړون په اساس راغلو کارګرو،چي د دريو او 5کالوترمنځ پاتي کيدل په ختيځ المان کي ترڅنګه شرايطو لاندي ژوند کاوو.سړي ډير زر متوجه کيږي چي دالمانانو دژوندانه له کچي سره په پرتله کي ددوي ژوند خراب وو.له يوي خوا دوي ته ددوي دالماني همکارانوپه پرتله لږي پيسي ورکول کيدي پدي هکله تماراهنچل چي ددغوکارګرو به هستوګنځيو کي يي رسيده ګي کوله وايي:

دتړون په اساس دغه راغلي کارګر عموما په يوو کورکي 9کسه اوسيدل . دوي يوپخلنځي درلوده چي منقل يي دري تبۍدرلودي . او تل به وران وو. اويوازي يو حمام اويو تپ يي درلودل . کالي يي په لاسونومينځل اوپه کورکي يی دننه وچول . پداسي حال کي چي کارګرو دري وختونه کارکاوو .اوهيچا سمه دمه نشواي کولاي .هيڅ يوو داسي ځاي چي لږآرام پکي وکوي اوتنها وي نه درلوده.اودميرمن هينچل په نظر داهم ډيره بده وه چي دختيځ المان چارواکو دقراردادي کارګرو څارنه کوله. دي ته چي ددي کارګرود پالني لپاره مقرره شوي وه دادنده هم ورکړل شوي وه چي هغوي وڅاري .هنچل وايي:

دادماپه نظر ددغوکسانو داستقلال ډيرمحدوديت ووچي مابه دغه کسان له سبا څخه تربيګاه پوري کنترولول.مابه کتل چي آيا ډاکتردويته رښتيا استراحت ورکړي .،ياښځي رښتيا حمل لري اوکنه؟ ، او آيا دوي کوم ميلمه لري چي پټ کړي يي وي؟ چاته دوي ليکونه ليکي؟ . مابايد دهغوکسانو چي ليکونه يي ليکل اودهغو چي ليکونه يي اخيستل نومونه اوپتي ليکي واي، په تيره بيا که ليکونه له پانګه والو بهرنيو هيوادونوڅخه راغليوو. دما په نظر هم دا کارونه منفي وو. وروسته دبرلين دديوال له نړيدو څخه دقراردادي بهرنيو کارګرو لپاره يو نامعلوم وخت شروع شو .ځکه چي هغه دولت چي ددوي هيوادونو تړونونه ورسره کړي ووراوپرزيده . نوبهرنيو کارګرو خپل کار اوډاډه والي له لاسه ورکړ.هغه مهال دبرلين دديوال دنړيدو په وخت کي يو لک بهرني کارګر په ختيځ المان کي اوسيدل چي 60000 کسه يي ويتناميان وه وروسته دالمان له يو والي څخه ډيري کارګر بيرته خپلوهيوادوته ستانه شول خو 15 زره ويتناميان دلته پاتي شول، دالمان داتحادي جمهوریت دبهرنيانوپه قانون کي دڅو ځلي بدلون له راتلو نه وروسته په 1997کال کي دوي ته په المان کي ددايمي پاتي کيدو ويزه ورکړله شوه .

زِلکه/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري