د المان د پرمختیایي چارو وزیر افریقا ته خپل سفر نن پیل کړ
۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سهشنبهاعلان
د المان د پرمختیايي چارو وزیر دیرک نیبل افریقایي هیوادونو ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې نن سیریا لیون ته ځي. په پام کې ده چې په پلازمینه فري ټاون کې به المانۍ وزیر د دغه هیواد له ولسمشر سره وویني. سیرا لیون د نړۍ د غریبو هیوادونو له جملې څخه یو هیواد شمیرل کیږي. د دغه هیواد دوه په دریمه برخه خلک د بیوزولې د کرښې څخه ښکته ژوند تیروي.