د اسلامي هيوادونو مرستندويه ټولنې د سوريې له خلکو سره مرستي کوي | دويچه ويله پښتو | DW | 08.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د اسلامي هيوادونو مرستندويه ټولنې د سوريې له خلکو سره مرستي کوي

د سوريې په هيواد کي تر یو میلیون څخه زيات انسانان بشري مرستو ته سخته اړتيا لري. دا شمېرې د اسلامي گډ کار د ټولنې په نوم يوې مرستندويه ټولنې خپرې کړي دي چي مرکز ئې د سعودي عربستان په جده کي دی.

د دغې ټولنې په وينا د سوريې د گڼ شمېر دغو انسانانو د ستونزو لامل په سوريه کي د تاوتريخوالي دوام دئ. د OIC نومي دغه اسلامي مرستندويه ټولنې رئيس ويلي دي چي غواړي تر ۷۰ مليونو ډالرو څخه زياتي پيسې برابري کړي تر څو په دغو پيسو د سوريې د کډوالو لپاره درمل او نور اړين توکي واخلي. په او آی سي کي د څه باندي ۵۷ اسلامي هيوادونه مرستندويه ټولنې غړيتوب لري چي پکښي د سوريې د هيواد سره تړاو درلودونکي ټولنې هم راځي.

اړوند مطالب