1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: اورښتونو او سېلابونو د ډېرو کسانو ژوند اخيستی

۱۴۰۳ فروردین ۲۷, دوشنبه

د کابل په شمول په ټول افغانستان کې د سختو اورښتونو په پايله کې په راغلو سېلابونو کې تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي دي. ډېرو کسانو د کورونو د نړېدو له کبله ژوند بايللی.

https://p.dw.com/p/4elNc
په افغانستان کې د غير عادي وچ ژمي وروسته اورښتونه د سېلابونو باعث شوي
په افغانستان کې د غير عادي وچ ژمي وروسته اورښتونه د سېلابونو باعث شويانځور: SANAULLAH SEIAM/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت يوه ویاند د يکشنبې په ورځ وويل چې په ټول افغانستان کې د سختو موسمي اورښتونو له کبله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې وياند عبدالله جانان سايق، وويل چې د سېلابونو په اړه لومړی د جمعې په ورځ خبر ورکړل شوی وو چې «لوړ انساني او اقتصادي تاوان» یې اړولی دی.

هغه زياته کړه چې «له بده مرغه د سېلابونو له کبله  ۳۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.»

اورښتونه به ښايي دوام پيدا کړي

سايق وويل د کابو ۲۰۰۰ هکټاره کرهنیزې ځمکې ترڅنګ چې څه نا څه تر ۶۰۰ ډېر کورونه او ۸۵ کيلومتره سړکونو ډېره برخه زيانمنه شوې او يا ويجاړه شوې ده. ډېر تلفات د کورونو نړېدو په پيښو کي شوي دي.

د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه یې د کابل په ګډون په ۲۰ کې سخت اورښتونه شوي دي.

دا باراني موسم د يوه غير عادي وچ ژمي په تعقيب کې پېل شوی دی چې کيدای شي دا څه سېلابونه لا پسې شديد کړي. د وچکالۍ له کبله ډېرو بزګرانو لا دمخه د فصلونو کرل ځنډولي دي.

په راتلونکې اونۍ کې د نورو اورښتونو وړاندوېنه هم شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل ولایت کې.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې چې د طبيعي پېښو پر وخت مرستې هم پکې شاملې دي، د پام وړ لږې شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب