1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې سېلابونه؛ طالبانو له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

نويو سېلابونو په ننګرهار او لغمان کې سخت زیانونه اړولي او طالبان وايي چې په سلونو کسان ېې ژغورلي او عملیات لا هم ادامه لري. طالبان وايي د روانې میاشتې په سېلابونو کې تر ۱۸۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4G4oJ
Afghanistan | Schäden durch Überschwemmungen in Nangarhar
وروستي سيلابونه - ننګرهارانځور: Ismail Sirat

ننګرهار او لغمان کې سختو سیلابونو زرګونه جریبه ځمکې، لویې او فرعي لارې، پلونه، کورونه او دوکانونه تخریب کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چارواکیو د معلوماتو له مخې، پرون پنجشنبه، بېګا شپه او نن سهار هم په ننګرهار، کونړ او لغمان کې سیلابونه راغلي، چې پر مهال یې سلګونه خلک په سیلابونو کې بند پاتې وو.

ختیځ کې د طالبانو د خالد بن ولید قول اردو ویاند، وحید الله محمدي دویچه ویله ته وویل، له تېرې شپې راهیسې د دوی هوايي ځواک په ننګرهار او لغمان کې ۳۲۱ کسان ژغورلي او د ژغورنې عملیات نن سهار هم په کونړ، ننګرهار او لغمان کې دوام لري.

تر اوسه له دغو سیلابونو د انساني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

په وروستيو اوونيو کې د افغانستان په مرکزي او ختيځو ولایتونو کې پراخو او ویجاړوونکو سيلابونو، د ځاني تلفاتو تر څنګ، په زرونو کورونو هم تخریب کړي چې دا د دغه هيواد د اقتصادي او بشري بحران د لا تشدید سبب ګرځيدلي دي. طالبان وايي دوی د دغو سيلابونو پر وړاندې په یوازې نه شي کولای مبارزه وکړي او په دې برخه کې ېې له نړېوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.

Afghanistan | Schäden durch Überschwemmungen in Nangarhar
ذبیح الله مجاهد وايي په سيلابونو کې تر ۳۱۰۰ ډیر کورونه په بشپړه توګه تخریب شوي او په زرونو څاروي مړه شوي ديانځور: Ismail Sirat

ورته مطالب:  د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وويل: «د افغانستان اسلامي امارات له سيلابونو سره په یوازې مبارزه نه شي کولی. له نړۍ، نړيوالو سازمانونو او اسلامي هیوادونو څخه غواړو چې زموږ سره مرسته وکړي.»

مجاهد زیاته کړه چې د روانې میاشتې په سېلابونو کې ۱۸۲ کسان مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. هغه زياته کړه چې تر ۳۱۰۰ ډیر کورونه په بشپړه توګه تخریب شوي او دغه راز په زرونو څاروي هم مړه شوي دي.

رويټرز خبري آژانس له کابله د پنجشنبې ماښام په رپوټ کې ليکي چې مرستندويان د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د وروستيو ورځو په جریان کې د ويجاړونکو او ځواکمنو سيلابونو څخه خبره کوي. دوی وايي سيلابونو کروندې لاندې کړي او د انسانانو او څارويو جسدونو په خټو کې پراته دي.

ورته مطالبپه افغانستان کې بيا سیلابونو سخت ځاني او مالي زيان رسولی دی

دغه آژانس د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، یونیسف، له قوله وايي چې د خوشي ولسوالۍ په سيلابونو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. زياته شوې چې په زرونو خلک د سيلابونو له امله اغیزمن شوي دي.

Afghanistan | Überschwemmung in Parwan
ننګرهار او لغمان کې سختو سیلابونو زرګونه جریبه ځمکې، لویې او فرعي لارې، پلونه، کورونه او دوکانونه تخریب کړي دي - انځور کې پروان ولایتانځور: Xinhua/picture alliance

د افغانستان د مرکزي سيمې له پاره د يونیسف مشره آنه کيندرچوک وايي: «خلکو هر څه له لاسه ورکړي... دوی په يوه شپه کې خپل هر څه له لاسه ورکړل.»

هغې زیاته کړه چې يوازې د «خيمو درې ټولنې یا کمپونه موجود دي، خو معلومه نه ده چې تر دې وروسته به څومره خلک راځي. دوی به په راتلونکي ژمي کې څه خوري، دوی خپل د ژوند لومړنۍ اړتيا وې له لاسه ورکړي دي.»

په ټولنیزو شبکو کې د وروستیو سيلابونو ويډیوګانې او انځورونه لاس په لاس کېږي. په ځينو انځورونو کې په خټو کې پراته د ماشومانو جسدونه ښودل کيږي او په ويډیوګانو کې بيا ويجاړونکي سيلابونو ښودل کيږي چې د کلیو له منځه تیريږي.

افغانستان روان کال د وچکالۍ او په جون میاشت کې د خطرناکې زلزلې په ګډون، له سختو طبيعي پيښو سره مخ شوی دی. د خوست او پکتيکا ولایتونو په زلزلو کې تر۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شول.

افغانستان پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی او له یو کال راهېسې چې طالبان په واک کې دي افغانانو باندې نړيوال مالي سیستم هم په پراخه کچه قطع شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل