1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ورښتونو، تندر او طوفانونو ۲۹ کسان مړه کړي

۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبه

د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د رعد و برق او درنو ورښتونو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي دي. چارواکو په راتلونکو ورځو کې د هوا د لاخرابېدو اټکل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ejyp
د آرشیف انځور - پاکستان کې د طبیعي پېښو ډېرېدو لامل اقلیمي بدلون ښودل کيږي، د چارو کارپوهان په راتلونکو ورځو کې د هوا د لاخرابېدو اټکل کوي
د آرشیف انځور - پاکستان کې د طبیعي پېښو ډېرېدو لامل اقلیمي بدلون ښودل کيږي، د چارو کارپوهان په راتلونکو ورځو کې د هوا د لاخرابېدو اټکل کوي انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د ژغورنې يو چارواکي احمد وويل چې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان د پنجاب ایالت په مرکز کې مړه شوي دي. هغه وویل چې آسماني رعد برق د دغه ایالت په مختلفو سیمو کې تصادم کړی دی.

اته تنه د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې مړه شوي دي. د دغه ایالت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مقابلې ځايي ادارې ويلي چې دغو کسانو د درنو وروښتونو او د برېښنايي طوفانونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په سیمه کې د ژغورنې يوه چارواکي بلال فیضي وويل چې په شمال غربي غرونو کې د دوو ورځو تيزو بارانونو کې څلور کسان د چتونو او دېوالونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

پاکستاني ارشد ميترولوژيست، سردار سرفراز په راتلونکو ورځو کې په پاکستان د لاډېر رعد و برق او درونو ورښتونو اټکل کړی دی.

پاکستان د طبیعي پېښو د ډېرېدو دليل اقليمي بدلون ښودل کيږي. د چاپېريال ساتنې د چارو کارپوه پرويز امیر وايي: «دغه خبرداري د دې يوه ښکاره نخښه ده چې اقليمي بدلون یو واقعیت دی او دلته موجود دی.»

د پاکستان د ۲۰۲۲ کال په سيلابونو کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شول او ۳۳ ميلیونه وګړي يې اغیزمن کړ.

(dpa)mka/aa

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل