1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

پاکستان: د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنې دولس کسان وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

د چارواکو په حواله د بلوچستان د يوه نړېدلي کان څخه د لسو نورو کان کېندونکو مړي را ايستل شوي دي چې په دې توګه د مړو شمير ۱۲ ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4dvhA
د بلوچستان په هرنايي سيمه کې د ډبرو سکرو په کان کې چاودنه
د بلوچستان په هرنايي سيمه کې د ډبرو سکرو په کان کې چاودنهانځور: MINES AND MINERALS DEVELOPMENT DEPARTMENT BALOCHISTAN/AFP

د بلوچستان د هرنايي د کهوست سيمې د ډبرو سکرو يو خصوصي کان د سه شنبې په ماښام يوې چاودنې ولړزاوه چې په ترڅ کې یې کان کېندونکي تر ځمکې لاندې د کابو ۲۴۴ متره په ژوروالي کې بند پاته شول.

د بلوچستان ایالت د کانونو د څار ادارې مشر عبدالغني بلوچ، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د ژغورنې عمليات د ټولو ۱۲ جسدونو په راايستلو سره بشپړ شول.»

نوموړي زياته کړې: «دوه جسدونه د شپې او پاتې لس نن سهار وختي را ايستل شوي دي.»

د بلوچستان د کان کېندنې ادارې عمومي مشر عبدالله شهرانی، هم د مړو شمير تائيد کړی دی او ويلي دي چې «لومړي رپوټونه ښيي چې پېښه د ميتان ګاز د چاودنې له کبله شوې ده.»

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، په یوه اعلامیه کې د کان کېندونکو د قيمتي ژوندونو پر ضايع کيدو ژور خفګان او خواشيني څرګنده کړې ده.

په پېل کې داسې انګيرل کیدل چې په کان کې چې د کويټه ښار ختیځ ته د کابو ۸۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی، يوازې لس کسان په کار بوخت ول.

د کان د باندې د کان کېندونکو د ژغورنې په موخه راټول شوي کسان
د کان د باندې د کان کېندونکو د ژغورنې په موخه راټول شوي کسانانځور: MINES AND MINERALS DEVELOPMENT DEPARTMENT BALOCHISTAN/AFP

د بلوچستان ایالت د کان کېندنې ادارې د ژغور عمله او د پېښو سره د مبارزې آژانس ټوله شپه هلې ځلې وکړي څو دغو کان کېندونکو ته ورسيږي.

هغه اته کسان چې هڅه یې کوله خپل همکاران وژغوري هم د څو ساعتونو له پاره په کان کې بند پاتې شوي ول خو بيا وروسته د ژغورنې د حکومتي ډلې له خوا په داسې حال کې وژغورل شول چې ځيني یې بې هوښه ول. 

د پاکستان په کانونو کې چې د کار د خطرناکو شرائطو او ناوړه امنيتي معيارونو له کبله شهرت لري، دا ډولخونړۍ پېښې عامې دي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر خو د تر ټولو بې وزله ايالت دی. دا ایالت په طبيعي زيرمو غني دی او خلک یې تل له دې کبله شکايت کوي چې دغه زيرمې په شفافه توګه پر ټولو نه ويشل کیږي.

د بلوچستان د ډبرو سکرو د کانونو د کارکوونکو د فدراسيون مشر لا لا سلطان، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا پېښه په بلوچستان کې نه لومړی ده او نه به هم وروستۍ وي.» هغه زياته کړه: «د ډبرو سکرو په کانونو کې حفاظتي اقدامات ډېر په ندرت سره په نظر کې نيول کيږي. په داسې حال کې چې په نورو ایالتونو کې ځيني حفاظتي پروټوکولونه شته خو په بلوچستان کې دا تدابير مطلق له پامه غورځول کيږي.»

د ۲۰۱۸م کال په می میاشت کې په عين سيمه کې د ډبرو سکرو په دوو څنګ تر څنګ پرتو کانونو کې د ګاز چاودنو د ۲۳ کسان ژوند واخيست او ۱۱ نور یې ټپيان کړل.

همدا راز په ۲۰۱۱م کال کې د بلوچستان په يوه بل کان کې هغه وخت ۴۳ کسان ووژل شول کله چې د ګازو چاودنې د کان د نړېدو باعث شوې.

ب. ص/ س. ر (AFP)