1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په دوو کانونو کې چاودنو ۲۳ کارګر وژلي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

د پاکستان په دوو کانونو کې چاودنو د ۲۳ کارګرو ژوند اخیستی او لسګونه نور بیا تر اوسه پورې هم تر ځمکې لاندې بند پاته دي. په کان کې دغه چاودنه د پاکستان د بلوچستان ایالت د کويټې ښار په مرغت سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2xFgF
Pakistan Mindestens 16 Tote bei Explosion in Kohlegrube
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د پاکستان په کویټه کې میشت پاکستاني چارواکو ویلي چې د کارګرو د ژغورنې عملیات به ډیر وخت ونیسي ځکه د شنبې په ورځ دغه چاودنه د کان په ډیره ژوره برخه کې پیښه شوې.

د کویټې ښار طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ځايي چارواکي عطالله خان، په حواله تر چاودنې وروسته تر اوسه پورې د ۱۶ کارګرو جسدونه را ایستل شوي دي. د کویټې ښار د چارواکو په حواله نهه نور کاګرو د روغتیايي ستونزو له امله روغتون ته لیږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

په عین وخت کې چارواکو ویلي چې یاد معدن ته څیرمه په یوه بل کان کې د ځمکې ښویدنې د پیښې له امله هم د معدن ۷ کارګر وژل شوي. د چارواکو په حواله دا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه دوه پیښې یو له بل سره اړیکه لري او که نه.

Pakistan - Explosion in Kohlegrube
انځور: picture-alliance/dpa/Irfan/XinHua

پراخې طبیعي زیرمې خو د کارګرو خراب وضعیت

د پاکستان به مرغت سیمه چې د افغانستان او ایران پولې ته څیرمه پرته ده، د بلوچستان ایالت یو له هغو سیمو څخه ده چې پاکستان ترې د معدن د استخراج له لارې ډیرې پیسې ترلاسه کوي. له دې معدن څخه استخراجیدونکي د ډبرو سکاره تر ډیره پورې په پاکستان د خښتو د پخلو له پاره کارول کیږي. د پاکستان د معدنونو ادارې په دې هیواد کې ګڼ شمیر معدنونه ځايي قراردادیانو ته په اجاره ورکړي. د کانونو د استخراج له پاره د کارګرو خوندیتوب ته پام نه کیږي او زیاتره کارکوونکي یې د پاکستان د نورو برخو اوسیدونکي دي.

په عین وخت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت زیاتره اوسیدونکي شکایت کوي چې له معدنونو څخه ترلاسه کیدونکې پیسې د دې سیمې اوسیدونکو ته نه رسیږي. په ۲۰۱۱م کال کې په همدې بلوچستان کې د معدن یوې چاودنې د ۴۳ کارګرو ژوند اخیستی وو.

زموږ له آرشیف څخه: