آمیدی: آیت الله فیاض د زغم او اعتدال ارزښتونه پیاوړي کړل
۱۴۰۵ خرداد ۱۵, جمعه
آیتالله فیاض چې په ۱۳۰۹ کال کې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې زیږیدلی و، د پنجشنبې په ورځ د جوزا پر ۱۴ مه د ۹۶ کلونو په عمر په عراق کې ومړ.
په افغانستان کې د آیت الله فیاض دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د هغه د جنازې مراسم به د دوو ورځو په ترڅ کې د جمعې او شنبې په ورځ په کاظمین، کربلا او نجف کې ترسره سي.
آیتالله فیاض په افغانستان کې یو خیریه بنسټ هم درلود چې په خبره یې دغه بنسټ د روغتونونو د جوړولو، بې سرپرسته کوچنیانو د ملاتړ، بې وزلو او یتیمانو ته د مرستې او همدارنگه د اوبو د ژورو څاگانو د جوړولو په هدف رامنځته سوی دی.
د اعتدال او متقابل تفاهم له پاره د آیت الله فیاض د هڅو ستاینه
د عراق ولسمشر، نزار آمیدي د آیت الله محمد اسحاق فیاض پر مړینه خواشیني څرگنده کړه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي دي چې آیت الله فیاض ته د عراق د خلکو له خوا "د هغه د حکمت، اعتدال، او د ګډ ژوند، ورورګلوۍ او متقابل تفاهم له پاره د کلک ملاتړ له امله" په پراخه کچه درناوی کیده.
هغه زیاته کړې ده چې آیت الله فیاض خپل ژوند "د اعتدال، زغم او تقوا د ارزښتونو پیاوړتیا" ته وقف کړ.
د عراق صدراعظم د آیت الله فیاض د مړیني په مناسبت، په دغه هیواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان هم د تسلیت په خپل پیغام کې لیکلي دي چې د هغه علمي او معتدل شخصیت، اخلاص، تقوا او د اسلامي امت د یووالي او خلکو ته د خدمت له پاره د هغه وقف، د اسلامي نړۍ له پاره یوه ارزښتناکه او تلپاتې شتمني ده او د دې مشهور فقیه نوم او یادونه به د شیعه فقهې او واکمنۍ په تاریخ کې تلپاتی وي.
په عراق کې د بریتانیا سفارت هم د آیت الله فیاض د مړیني په مناست د تسلیت په وړاندې کولو سره، ویلی دي چې د داسي محترم او پوه شخصیت کمبود د عراق له پاره یوه لویه ضایعه ده.
د طالبانو چوپتیا او د افغانستان د پخوانیو چارواکو او سیاسي شخصیتونو غبرگون
د طالبانو ادارې چې په افغانستان کې یې پر شیعه ټولنو ډیر بندیزونه او محدودیتونه وضع کړي دي، تر اوسه ددغه شیعه عالم پر مړینه هیڅ ډول غبرگون نه دی ښودلی.
خو د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو، حامد کرزي او محمد اشرف غني د ایکس پر شبکې د جلا جلا پیغامونو په خپرولو سره د آیت الله فیاض پر مړینه خواشیني څرگنده کړې ده.
حامد کرزي لیکلي دي چې "آیت الله فیاض، چې د شیعه ټولنې یو له مشهورو او مخکښو عالمانو څخه دی، د افغانانو د یوې ډلې له پاره پر مخکښ مقام سربیره، زموږ خلکو او هیواد ته ارزښتناکه او تلپاتې خدمتونه هم وړاندې کړل."
اشرف غني هم پر ایکس لیکلي دي:"هغه، چې په اصل کې زموږ له گران هیواد څخه و، ډېر کلونه یې په عراق کې د دیني علومو په څېړنه او تدریس کې تېر کړل او د شیعه مذهبي له چارواکو څخه په یوه واوښت."
د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي د گوند مشر، محمد محقق د تسلیت په وړاندې کولو سره ویلي دي چې آیت الله فیاض د یوې اوږدې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترگې پټې کړې. هغه پر ایکس زیاته کړې ده چې آیت الله فیاض چې د غزني ولایت د جاغوري په سیمه کې په یوې دینداره او بې وزله کورنۍ کې زیږیدلی و، د دیني علومو د زده کړې له پاره عراق ته ولاړ او هلته یې علمي او فقهي درجې ترلاسه کړې.