پيرس پرون د جرمني په پارلمان کي خبري وکړې
۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبهپنځه اوږده کلونه داوشويڅ د انسان وژني لاگر موجود وو. د آلمان د پارلمان. د آلمان د پارلمان مشر ناربرت لامرت Norbert Lammert د دې موضوع د يادولو او هغه سيمي اهميت ته د اشاره کولو پر موقع وويل، په دې پنځه کاله وخت کې له يو مليونو څخه زيات کسان ووژل شول . لامرت زياته کړه، د هغه لاگر د آزادولو په ٦٥ تلين باندي بايد د ټولو هغو قربانيانو يادون وسي، چې د نازي رژيم د تعقيب او وژنی دستگاه په دام کې لوېدلي وو:
لامرت زياتوي : (اورپايي يهودان، سنتي او رومن، معيوب کسان، شاقه کارگران، لواطيان، سياسي مخالفان، هنرمندان، پوهان؛ ټول هغه چې د په اصطلاح د نشنل سوسياليزم رژيم لخوا محکوم شوي وو. موږ د هغو چا يادون هم کوو، چې د مقاومت کولو او له نورو تر تعقيب لاندي کسانو سره د مرستو کولو په خاطر شکنجه شوي، وژل شوي او ربړول شوي وو.)
د اسرائيلو مشر شمعون پرس، چا چې د لومړي ځل د پاره د اسرائيلو د اولسمشر په توگه په آلمان کې د يهودسټونې په يادبود غونډه کې د آلمان فدرالي شورا ته ويناکوله، وويل د Auschwitz آزادونه ډېره ناوخته وه. پيرس د ٦ مليونو يهودانو سټونې ته په اشاره کولو دا کار يو دردونکی غفلت وباله . ٨٦ کلن پرس له نړيوالي ټولني څخه وغوښتل، مسئول کسان د خپلو اعمالو په سزا ورسوي او وايي:
(په اسرائيلو او د دنيا په ډېرو ملکونو کې د يهودسټونې له بهير څخه کم پاته شوي کسان سته . د دوی شمېر ورو ورو مخ پر کمېدو دی . په همدې وخت کې په آلمان، اورپا او د نړۍ په نورو برخو کې داسي کسان هم شته، چې عالم سټونه يې خپل هدف گرزولی ؤ. زه ستاسې څخه هيله لرم، په هره ممکنه ذريعه سره دا جنايتکاران د خپلو اعمالو په سزا ورسوی .)
پرس وويل، دلته خبره د غچ اخيستني نه ده، بلکه خبره د روزني او تربيې ده. بيا هم شمعون پرس:
(ځوانان ښايي په ياد ولري، نبايد هېر کړي او بايد پوه شي، چې څه تېر شويدي . دوی هېڅ وخت پر بل څه باندي د باورکولو اجازه نه لري او يا بل هدف په فکر کې وگرزوي، پرته له صلحي، پخلايني او ميني څخه.)
د پارلمان مشر Norbert Lammert مخکې تردې ، د اسرائيلو او آلمان تر منځ له ښو او دوستانه اړيکو څخه خبره وکوله . خو هغه يې نورمالي اړيکي ونه بللې او په ډاگه يې کړه:
(موږ جرمنيان د اسرائيلو د موجوديت او امنيت د پاره تاريخي دليلونه لرو، ځانگړی مسئوليت . ځيني د معاملې وړ دي، خو د اسرائيلو د موجوديت حق نه.)
لامرت پرته له دې نه چې، د ايران نوم واخلي ټينگار وکړ، نړيواله ټولنه نه ښايي د اسرائيلو له څنگه يو اټومي وسلې لرونکی او يهود ضد هېواد وزغمي . شمعون پرس هم د خپل هېواد له خطر څخه يادونه وکړه :
(موږ هم ستاسې غوندي يو بې جلبه رژيم ردوو، کوم چې د ملگرو ملتونو اصول تر پښو لاندي کوي . يو رژيم چې د نړښت گواښونه کوي، اتومي بټۍ لري او زروي توغوندۍ، له کوم سره چې خپل او پردي ملکونه ورانولی شي. داسې يو رژيم د ټولې نړۍ د پاره خطر دی .)
مارسل فورستناو / عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري