په پېښور کی ترهګرو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی دئ
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهاعلان
د پاکستان د پېښور په ښار کې د ترهګرو یوې ډلې نن د جمعې په ورځ د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی دئ چې په ترڅ کې ئې تنه پولیس وژل شوي دي. د پېښور د ښاروالۍ ویاند فیروز شاه ویلي چې په دغه پېښه کې درې تنه ترهګر هم له منځه تللي دي. د هغه په وینا په پیښه کې نهه تنه نور پولیس هم ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا بریدکوونکو لومړی ډزې وکړې او بیا ئې اصلي ودانۍ ته د ننوتو له پاره د لاسي بمونو څخه کار واخیست. وروسته له دې چی پولیسو ځوابي ډزې وکړې، بریدکوونکو خپلو واسکټونو ته چی ۶ کیلوګرامه چاودیونکي مواد پکښې وو، انفجار ورکړ. پرون هم په پېښور ښار کې د بمي برید له امله ۱۲ تنو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.