1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټايلنډ کي د حکومت پر ضد مظاهرې رواني دي

۱۳۸۷ شهریور ۱۷, یکشنبه

هغه مظاهره کونکي چي په بنکاک کي يي حکومتي ودانۍ چاپيره کړې ده غواړي ترهغو پوري خپلو اعتراضونوته دوام ورکړي چي لمړی وزير سمک سونداراوي

https://p.dw.com/p/FCzG
په بنکاک کي د حکومتي ودانۍ مخ ته مزاهر کوونکي
په بنکاک کي د حکومتي ودانۍ مخ ته مزاهر کوونکيانځور: AP

د خپلي دندي څخه استعفا ور کړې. دديموکراسۍ لپاره ولسي اتحاد غواړي ترهغه پوري چي ديوې کار ورکونکي ديموکراسۍ لپاره شرايط نوي برابر سوي دپاچا لخوا په هغه هيواد کي انتقالي حکومت و ټاکل سي.

دغه ولسي اتحاد دپارلمان غړي ندي، او په هغه کي دحکومت مخالف سوداګر، اکاډميکران او پوهيدونکي، راغونډ سوي چي 2 کاله د مخه دتاکسين شيناواترا، پر ضد پر ګنيزي مظاهرې جوړولې، ترڅوچي دټايلنډ پوځ کودتا وکړه او په هغه هيواد کي يې ګډ وډي پای ته ورسول. دبنکاک ددخولا لانګ کودن، دپوهنتو ن دسياسي څانګي استاد پونګ سود هيراک څرګندوي چي دا اوسنۍ مظاهرې دتاکسين، په وړاندي دپرګنو دپاڅيدو دوام دی.

د ټايلنډ لومړی وزير سمک سوندراوي
د ټايلنډ لومړی وزير سمک سوندراويانځور: AP

دی وايي:«هغوکسانو چي هغه مهال يې د تاکسين سره مبارزه وکړه دډيموکراسۍ لپاره يې دولسي اتحاد په چوکاټ کي بيا په فعالو اعتراضونولاس پوري کړی دی. ځکه دوی غواړي هرڅه چي د تاکسين، سره اړه ولري د منځه يوسي او سمک سندراوي، ته دتاکسين دنماينده په سترګه ګوري.»

حکومت کونکی ګوند چي پيپلز پاور پارتي، نوميږي، دتکسين لخوا جوړ سوی ګوند پر ټايلنډيانو باندي ټايلنډيان ګران دي ورپسي ګوند دی. اوس دخلکو دقوت حکومت کونکی ګوند هم د تاکسين، دګوند په شان برخه ليک باندي اخته سوی دی. د ټاکنو کمېسيون دټايلنډ دخلکود قوت دګوند دمنحلېدو وړاندييز، په ټاکنو کي دتقلب اوپه پيسو باندي د رايو داخيستو له امله کړی دی. خودا اعتراضونه چي ديوو اختلاسګر حکومت په وړاندي دحقبينه وګړو دمبارزې په شان بريښي، د بورژوا منځني قشر او دکليوالو خلکو ترمنځ لانجه هم ده.

په بنکاک کي د حکومت د ودانۍ مخ ته پراته سوليزه مظاره کوونکي
په بنکاک کي د حکومت د ودانۍ مخ ته پراته سوليزه مظاره کوونکيانځور: AP

تاکسين دتبليغاتو اوژمنو، اودځني ټولنيزو سوغاتونواوکارونو د لاري دغريبو،اوبې امتيازه خلکو ترمنځ ځان محبوب کړی و. دهغه محبوبيت سمک، ته د حکومت په لاسته راوړلو کي مرسته وکړه. خويو مظاهره چي وايي:«غريبوخلکو ته دتکسين، لخوا د ټولنيزو سوغاتونود ورکولو د لاري هڅه کېده چي، يو اختلاسګر حکومت پر قدرت باندي پاته سي».

دټايلنډيانو ډيره کي يعني په سلوکي90 غريبان دي، چي دهغه هيواد په شمال اوشمال ختيځو سيموکي اوسيږي. او دوی چمتو دي چي په شلو اويا د هغه څخه هم په لږو ډالرو باندي خپلي راي خرڅي کړي.

ددې اعتراضونوشاته ښکاره اقتصادي علاقي هم پرتې دي. داعتراضونو یولارښود دتسکين، د وخت يو وزيردی. او ددې لپاره چي په ټول هغه هيوادکي يې دخپل تلويزيوني کانال دخپرونولپاره اجازه نوه ترلاسه کړې نومخالفت يي ورسره پيل کړی ددې اختلافاتو اصلي علت هرڅه چي وي په ظاهر کي دواړه دديموکراسۍ لپاره مبارزه کوي.