په واشنگټن کي د اېډز په اړه نړیوال کنفرانس پېل سو
۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبهاعلان
د متحده ايالتونو په پلازمېنه واشنگټن کي نن د يکشنبې په ورځ د اېډز پر ضد يو نړیوال کنفرانس پېل سو. اټکل کيږي چي پدغه کنفرانس کي به څه باندي شل زره کسان گډون وکړي چي پکښي ډاکټران، د مرستندويه ټولنو او حکومتي ادارو کارکوونکي او ساينسپوهان شامل دي.
دغه کنفرانس به د جولای تر ۲۷ جولای نېټي پوري دوام ولري چي په ترڅ کي به ئې د اېډز په هکله د وروستيو پلټنو او څېړنو د پايلو تر څنگ پر نورو اړخونو بحثونه وسي. د اېډز ناروغي د اېچ آی وي نومي وايروس څه رامنځ ته کيږي چي د ويني او يا جنسي اړيکو له لاري د يوه انسان څخه بل انسان ته اوړي.