په هلمند کې د طالبانو وژنه
۱۳۸۷ فروردین ۹, جمعهاعلان
په هغې خبرتياکې، چې امريکايي پوځ نن خپره کړې، ويل کيږي، چې پرهغوامريکايي سرتېروباندې، چې يوه ورځ مخکې د طالبانو د يوه جګپوړه قوماندان په لټولوبوخت وو، د ياغيانولخوابريدوشو. امريکايي سرتېرو د متقابل بريدپه کولوسره ځواب ورکړ.
د دغې خبرتيا له مخې په دغې پېښې کې يوه ملکي ښځه، چې په نښتې کې يې برخه نه درلوده، هم ژوبله شوې ده. دغه ښځه يوه پوځي روغتون ته وليږدول شوه.
د امنيتي ځواکونو د مرګ / ژوبلې په هکله څه ندي ويل شوي. د هلمندولايت د طالبانوپه اصلي ځايونوکې شمېرل کيږي.