1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د نوري فيبر شبکه فعاله سوه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعه

په هرات کي د نوري فير په نوم د انټرنيټي خدمتونويوه پروژه بشپړ او ګنو خلکوته په نړيواله کچه ټليفوني اوانټرنټي باکيفيته اوارزانه اسانتياوي چمتوسوې...

https://p.dw.com/p/Mtfm
د هرات تاريخي ودانۍ
د هرات تاريخي ودانۍانځور: dw

دغه پروژه چي مالي لګښت يي درې مليونه امريکايي ډالره يادسوی دی او د ايران له لاري افغانستان د نړۍ سره وتړل ترپخواپه څوبرابره ارزانه قيمت ويشل کيږي.

دافغانستان دمعلوماتي تکنالوژي اومخابراتوسرپرست وزيراميرزي سنګين دغه پروژه دګڼه دولتي اوغيردولتي موسيسومامورين سره يو ځای پرانستله.

دفيبري نوري شبکه ديوې ايرانۍ کمپنۍ په زيارسره د افغان دولت سره دتړون له مخه په 2007 ميلادي کال کي پيل سوه،چي په ټول هيواد کي يې مالي لګښت 70مليونه ډالره ته رسيږي.

اوس مهال د افغانستان په 17ولايتونو او 68 ولسواليوته يې مزي غځېدلي دي چي په تکميلېدو سره به يې ټول هيواد به دايران له لاري د نړۍ سره و نښلوي.

دهيواد د نورو ولاياتو تر څنګ تير په هرات کي هم تل خلکو د ټليفون ،او انټرنيټ د لوړقيمت ترڅنګ د ټيټ کيفيت څخه هم شکايت لاره، خو د فيبري نوري د پروژې په تکميلېدو سره به يې هغه ستونزي ټولي هواري سي.

د هرات د مخابراتو د مسولینو په خبره دغه شبکه،چي تر 50 زره لينه د ټليفون او انټرنيټ وړ تيا لري ارزانه او با کيفيته خدمات به د خلکو په اختيار کي ورکړي. ددې شبکې مخکي افغان ټلکام يوازي د15 زره لينه د ورکړي وړتيا درلوده.

دافغانستان دمخابراتو د سرپرست وزير په خبره په وروستيو8 کلونوکي د افغانستان په بيارغونه کي د مخابراتو،او انټرنټ په برخه کي خورا ډيري برياوي لري. د هغه په خبره دامهال يې د هيواد په کچه د نفوس نيمايي برخه ټليفون کاروي او يومليون وګړي د انټرخدماتو ته لاس رسی لري.

هرات/ شريف شرفيار

کتونکی. زيارمل