په هرات کي د تښتول سوي جرمني برخه ليک نه دی معلوم
۱۳۸۶ آذر ۲۷, سهشنبهاعلان
افغان امنيتي ځواکونو د نوموړي د پيدا کولو په تلاښ کي دي او اوس ويل کيږي، چي ده پخپله ډيره بې احتياطي او بې پروايي کړې ده. د غه ډول د افغانستان استخباراتي څانګي NDSهم دا خبره کړې چي دوې څارني پيل کړي دي. ددې شبکې يوه مامور ويلي دي، چي دوی د خپلو څارنو په اړه هغه وخت څه وايي، چي يوې نتيجې ته ورسېږي.
بله خوا د جرمني په پلازمېنه برلين کي ددې هيواد د بهرنيو چارو په وزارت کي ددې قضيې د څارني د پاره يوې اضطيراري ډلي هم پخپل کار پيل کړی دی.
د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت يوې وياندي ويلي دي، چي دوی په کابل کي د آلمان د سفارت سره په ګډه سره ددغي قضيې د روښانولو له پاره زيار باسي.
د Herald Kleber په نامه دغه 42 کلن جرمنی د څو کالو راهيسي د هرات په ولايت کي ژوند کاوه. دی مسلمان سوی دی او د يوې افغاني مېرمني سره يي واده هم کړی دی. د هرات د پوليسو په وينا، چي دی د تيري يکشنبې په ورځ د خُسر د کورڅخه د هرات د ښار په لور روان و، چي په لاره کي تښتول سوی دی.