په سوډان کي د تیلو پر سر شخړو یو وار بیا زور اخیستی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبهاعلان
د تیلو د سیمي پر سر د دواړو سوډانی دولتونو تر منځ شخړو یو وار بیا زور اخیستی دئ. د فرانسې د خبري آژانس په حواله د بیتیو په نامه سیمي باندي چي د جنوبي سوډان د اونیتي ایالت مرکز دئ، هوايي بریدونه تر سره سوي دي. د دغه هیواد د پوځي استخباراتو رئیس جنرال میک پاول د یوې جدي شخړي خبر ورکړی دئ. ویل کیږي، چي د یکشنبې په ورځ لا د دغه هیواد له شمالي برخي څخه امنیتي ځواکونه همسایه هیواد ته ورننوتلي دي. جنوبي سوډان له سرحد څخه دباندي لس کیلو متره د درو پرله پسې بریدونو څخه خبر ورکوي. څه وخت مخکي د هیګلیګ په نامه د تیلو پر سیمه هم سختي نښتي رامنځته سوي وې. د جنوبي سوډان په حواله اوس له هغه ځای څخه پوځ په بشپړه ډول وتلی دئ.