په سوريه کي د اپوزیسیون غونډه په شخړو سره پای ته ورسېده
۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبهاعلان
په قاهره کي د سوریې د اپوزیسیون دوه ورځنۍ غونډه له ګډوډۍ سره پای ته ورسېده. ددې غونډي ګډون کوونکو خبر ورکړی دئ، چي دغو استازو یو له بل سره په داسي شخړو او ښکنځلو پیل وکړ، چي په سالون کي ناستي ښحي په ژړا سوې. د دغو ګډوډیو علت د غونډي له سالون څخه د کردي سوریایانو وتل وه. د کردانو د ملي شورا غړي عبرالعزیز عثمان وویل، چي د دغه کنفرانس ګډون کوونکو نه غوښتل کردي اقلیت په رسمیت وپېژني. دا ځکه چي په سوریه کي مختلف اقلیتونه یو سم مشر نه لري او د حکومت د مخالفینو همدا اختلافونه دي چي بشارلاسد هم د د ده په مقابل کي پر پاڅونونو سربېره بیا هم له شپاړسو میاشتو راهیسي پر قدرت پاته دئ. د بلي خوا بین المللی ټولنه هم د دده په مقابل کي په یوه خوله نه ده. د سوریې په مقابل کي بندیزونه هم تر ټولو د مخه د روسیې د مقاومت له کبله تر اوسه پوري نه دي وضعه سوي.