1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کي د ولسمشرۍ ټاکنې پيل سوې

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14Eqa

په روسيه کي د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې. په دغه ټاکنو کي به شاوخوا ۱۱۰ ميليونه روسان خپلي رايي وکاروي. د احصائيو له مخي لومړی وزير ولاديمير پوتين چي اوس د ولسمشرۍ له پاره کانديد دئ ښه چانس لري چي د ټاکنو په لومړي پړاو کي لا بريالی سي.

پوټين په ۲۰۰۰ او۲۰۰۸ مېلادي کلو کي هم د ولسمشرۍ له پاره کانديد سوی وو او ټاکني ئې گټلي وې. په داسي حال کي چي د روسيې اساسي قانون درې واري پرله پسې د يوه کس له پاره د ولسمشر کېدو اجازه نه ورکوي ولاديمير پوتين په تيرو ټاکنو کي خپل لومړی وزير او اوسني ولسمشر ديميتري ميدوېدېف ته د ولسمشرۍ چانس ورکړ.

ديميتري ميدوېدېف به ځان د هيواد د لومړي وزير له پاره کانديدوي او په دې توگه دغه سياستوال خپلي چوکۍ بدلوي. د روسيې د حکومت مخالف گوندونه بېره لري چي د يکشنبې د ورځي په ټاکنو کي د پوتن په پلوي درغلۍ وسي.